The news is by your side.

هغه کار چې مخکې له خوبه يې بايد ونکړئ

خبريال وېبپاڼه/ د شپې ويده کېدل د چا خبره بدن خپل واک ته پرېښودل دي تر سهاره، ډېری کسان داسې فکر کوي چې د شپې ويده شول نو بدن نور هېڅ کار نلري، حال دا چې دا خبره به لا سمه وی چې بدن د شپې د ورځې غوندې کار نکوي او نه هغه ډول انرژي مصرفوي خو بيا هو پکې ځينې کارونه او تعاملات ترسره کېږي چې زموږ د روغتيا لپاره مهم دي.

ځينې کسان په عامه کې دا عادت لري چې متيازې زیاتې نيسي په داسې حال کې چې مثانه يې دوی ته خبر هم ورکوي او پوهیږي چې متيازې یې تویېږي خو بیا هم تشناب ته نه ځي، دا پخپل ذات کې د مثانې لپاره د پښتورګو لپاره خطرناک او زيان رسوونکی کار دی.

خو دا کار هغه وخت ترټولو سخت شکل نيسي چې کله یو کس د شپې هېڅ متيازې ونه کړي او همداسې ويده شي، ډېری کسان دا عادت لري چې ځان لږ نه په تکليف کوی او د شپې یې چې کله متيازې تویې شي نو تر سهاره يې پيسي او تشناب ته نه ځي چې دا نه يوازې مثانې او پښتورګو ته زيان لري بلکې دداسې خطرناکو ناروغيو سبب کېږي چې بيا یې درملنه ډېره ستونزمنه ده.

څېړنې ښيي چې د شپې د ډکې مثانې سره ویده کېدل ددې سبب کېږي چې په مثانه او پښتورګو د متيازو په لارو کې موجود او پاتې شوي مواد د يو بل سره تعامل وکړي او نوي شی رامنځته کړي، اوس پوهان په دې اند دي چې ان د مثانې او پښتورګو ډبره کېدی شي د همدې خاطره رامنځته شي.

څه کول پکار دي
په نورمال ژوند کې د شپې يا ورځې لومړی خو بايد هېڅ متيازې ونه ځنډوو څنګه چې مو حس کړ چې متيازې مو تويېږي بايد فوراً تنشاب ته ولاړ شو،د شپې بيا باید تر بل وخت ډېر پام وکړو.

د شپې بايد چای او يا هم اوبه مخکې له خوب ډېرې وختي وڅښو، مثال داسې نه چې تاسې نيم ساعت مخکې ښه پریمانه چای او اوبه وڅښئ او وروسته ویده شئ، بلکې پکار ده دوه ساعته وړاندې اوبه او یا هم خپل چای وڅښې او بیا ويده شئ.

څو که فرض کړو چې تاسې بيا هم کله کله سهوه وکړه او د شپې مو مخکې له خوب څخه اوبه یا چای وڅښه، نو د شپې مو چې څنګه متيازې تویې شوې نو فوراً د ځای څخه پاڅئ او تشناب ته ولاړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.