The news is by your side.

د ايران د اتوم پلار ووژل شو

 خبريال وېبپاڼه/ په تهران کې دیوه معتبر ساینس پوه وژنې غوغا جوړه کړې ده، د تهران په یوه خوندي سيمه کې د ايران په ترټولو مهم ساينس پوه چې ددې هېواد د اتومي چارو ترټولو مخکښ کس بلل کېده د وسله والو له خوا بريد شوی.

محسن فخر زاده يو له هغه ايرانی ساينس پوهانو څخه و چې په دې هېواد کې یې د اتومی چارو په پرمختګ کې د پام‌وړ رول درلود، فخر زاده په داسې حال کې وژل کېږي چې ايران په نسبي ډول د امریکا د‌ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګ خوښي لمانځله.

څه موده وړاندې مشهورو غربي ورځپاڼو داسې راپورونه ورکړل چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ان د ټاکنو يوه اونۍ مخکې نيت کړی و چې په ايران بريد‌ وکړي، اوس چې ښکاري ډونالډ ټرمپ په ايران د بريد لپاره وخت پلري نو شننوکي پدې اند دي چې ډونالډ ټرمپ او اسراييلو دې د ایران په وړاندې نورو لارو ته لاس اوږد کړی وی.

ايران اسرايلو ته ګوته نيسي
د ايران د بهرنيو چارو وزير ددې ساینس پوه د وژنې په غبرګون کې ويلي چې دا يو ډېر ناځوانمرده کار و، د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي داسې کافي شواهد یې سمدلاسه ترلاسه کړي دي چې په دې بريد کې اسرايل لاس ولري.

په ۲۰۱۸ م کال کې د اسرایلو صدراعظم د ايران د اتومي پروګرام په هکل څرګندونو په مهال په ځانګړي ډول د محسن فخر زاده نوم اخيستی و.

اسرايل د ايران او غرب د اړيکو د خرابۍ هڅه کوي
په داسې حال کې چې اسریلو په سپينه مانۍ کې خپل ترټولو خواخوږی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لاسه ورکړ اوس وېره لري چې جوبایډن به بېرته د ايران سره توافق عملي کړي کوم چې أوباما ورسره کړی و.

له همدې کبله اسرايل غواړی په پارونکو کړنو سره ایران هم وپاروي او ترڅنګ یې ورسره هم مهال نړيوال قدرتونه وپاروی او د ايران سره د اړيکو د نورمال کولو امکان له منځه يوسي.

ايراني چارواکي وايي غچ به يې اخلي
د ايران پوځي مقاماتو ويلي دي چې د خپل ساينس پوه د مرګ‌ غچ به په هر قيمت چې وي اخلي، تر دې وړاندې امريکا د ايران دوهم نمبر شخص قاسم سلیمانی هم په عراق کې وژلی و چې وروسته ايران په عراق کې د امریکا په پوځي اډو باندې د توغندیو حملې کړې وې، خو ویل کېږي چې مخکې له دې حملو د ايران حکومت د عراق صدراعظم ته خبر ورکړي و او د عراق صدراعظم هم په دې هېواد کې امریکايي چارواکو ته خبر ورکړی و او هغوی هغه اډې خالي کړې وې چې ايران ورباندې توغندي توغولي و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance