د شهید زړهْ ادې
خبریال ویب پاڼه: د شهید زړې ادې په خپلې لور غږ وکړ: لورې د نن ورځې رخصتي خو دې ټوله په خوب کې تېره کړه، پورته شه او دا د پنځو بجو خبرونه راته ونیسه.
لور یې لاسونه له بړستنې راووېسته او خپله ستړتیا یې په همدې شخۍ له ځانه ایسته کړه. یو اوف یې له خولې راووته، او پورته شوه، د ټلویزیون بټن یې ووهله.
وروسته له څو شېبو پر ټلویزیون د پنځه بجو خبرونه پیل شول،چې د لومړي خبر په لیدلو د شهید زړې ادې سترګې د تلویزیون پر خبر پاتې شوې، دا خبر داسې وه، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی.او د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني ورته پراخ هرکلی وکړ.
خبر لا بشپړ شوی نه وه، چې د شهید زړې ادې سترګې له اوښکو ډکې شوې، او نور یې د خبرونو له اورېدو زړه موړ شو. دا ځلي یې د لور پورته کېدو په تمه نشوه او سم دواره یې د ټلویزون بټن ووهله.
پر کوټې یې د ټلویزیون غږ په غلې کېدو سره لږ لرې، ماشوم په ژړا را ويښ شو، د شهید زړې ادې خپلې اوښکې لا پاکې کړې نه وې، ورجګه شوه او د خپل یتیم لمسي لاندې یې لاسونه چاپير او را جګ یې کړ.
ماشوم څو شېبې وروسته غلی شوه، خو د د شهید زړې ادې اوښکې په سلګیو شوې.لور یې د سلګیو غږ چې واورېده، نو ورته یې وویل: ادې څه وشول، ولې ژاړې.
د شهید زړې ادې له خولى یو اسوېلئ پورته شو، او په ژړغوني اواز یې وویل، زما د بورې مور او ددې یتیم هلک د زړه ښېرا دي دغه اشرف غني او پاکستان واخلي.
زړې ادې وویل،وه خدایه، زما زوی یې د تورو خاورو لاندې کړ او دوی خپلې مزې کوي، زما سردار زوی یې څنګه د مرمیو خوراک کړ راته.
لور یې د دې خبرو په اورېدو سره هم وخوځېده او خپل ټیکری یې په مخ راکش کړ.
ماشوم بېرته وېده شو او د شهید زړې ادې پر توشک يې واچاوه او لاړه چې لمونځ وکړي.
لور یې وویل، ادې اوبه مې درته په کوزه کې اچولي، ته ساه نه اوبه مه راخېژوه.ځنډ به نه وه وتلی چې د شهید زړه ادې په کوټه راننوته او په پروت جای نماز ولاړه شوه.
لمونځ یې چې وکړ، خپل پلو یې پورته کړ او په ژړغوني اواز یې وویل:
خدایه! د دې عاجزې بندې غږ دې واوره، چې د اورېدلو یې هیڅوک نشته، زه به دا راپاتې یتیمان څنګه غټوم، که زه زړه مړه شم لا دوی کمبختانانو ته به څوک ګوري.
هوو بلکل زمونږ په ټولنه کې داسې د ډېرو میندو زړونه د خپلو اولاندونو په شهید کېدو چاودي شوي، او له شمېر نه زیات ماشومان د خپل پلار له مینې بې برخه شول.
زمونږ ولسمشر د ګلانو او ډالیو په ځای به هغه په زرګونه میندې او په لکونه ماشومان باید د عمران خان مخې ته وروستي وي، چې هره ورځ په یوه مړئ ډوډې پسې له کوره وځي، او شپې وږي ویده کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر ته باید د دې ولس کونډې ښځې، بورې میندې او یتیمان راټول شوي وي، او دا ورته ویل شوي وي، چې تاسې د دوی نه څه غوښتل؟
د پاکستان لومړي وزیر ته باید دا ویل شوی وي، چې زمونږ بورې میندو او یتیم ماشومانو سره هم وګوره، د هغه یتیمانو له حال څخه هم ځان خبر که چې څنګه یې د خپلو پلرونو په قبرونو خاورې واړولې؟
خو نه، داسې څه ونه شول، زمونږ یتیمان هره ورځ لا پسې ډېرېږي، او زمونږ د هیواد د بورو میندو چغې هیچا وانورېدي.
یعنې هغوی چې یوه ښځه کونډه کوي، یوه مور نه اولاد اخلي، او د یوه کور ماشومان یتیمان کوي، د دوی زړونه به هم له خاورو جوړ وي؟
لیکواله: مریم
صدیقي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.