The news is by your side.

تر دې وروسته به هره ورځ تر ۴۰۰ بې اسناده موټر ثبتېږي

خبریال وېبپاڼه/ مالیې وزارت وايې، د بې اسنادو موټرو د ثبت بهیر یې چټک کړی او تر دې وروسته به هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې موټر ثبت او محصول کېږي.

یاد وزارت وايي، د دې بهیر د چټکولو په موخه یې په ګمرکونو کې د کارکوونکو شمېر زیات کړی او کوونکي د رخصتۍ ورځو په ګډون دوه شیفټه کار کوي.

د وزارت په وینا، مخکې په ورځني ډول په ټول افغانستان کې یوازې د پنځوس موټرو د ثبتولو ظرفیت و، خو تر دې وروسته به هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ موټران ثبت او محصول کېږي.

مالیې وزارت وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح نیوکه وکړه چې د مالیې وزارت کارکوونکي د بې اسنادو موټرو د ثبت پروسه کې په لوی لاس خنډونه جوړوي.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و، چې یاد وزارت دې کارونه نه ټکني کوي او خلکو ته دې په منظم ډول خدمات وړاندې کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې که دا بهیر همداسې ټکنی وي، دی به اړ شي چې د مالیې وزارت ډېر کارمندان څارنوالۍ ته معرفي کړي.

 مالیې وزارت د تېرې لړم (عقرب) میاشتې پر لسمه د امنیت د ښه کېدو او د دولتي عوایدو ډېرېدو په موخه د بې اسناده موټرو د ثبت او راجستر لړۍ پیل کړه چې د روانې میاشتې تر ۲۷مې به دوام وکړي.

مالیې وزارت وايي، تر اوسه څه باندې ۱۲۵۰۰ بې اسناده موټر ثبت کړي دي، چې له دې ډلې شاوخوا ۴۰۰۰ موټرونه د امنیتي ادارو له ارزونې وروسته بېرته مالیې وزات ته راجع شوي چې دوی تر اوسه ترې ۱۵۰۰ موټر محصول کړي دي.

د وزارت په خبره، له دې درکه یې ۶۷ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي او په خبره یې، د بې اسنادو موټرو د قانوني کولو بهیر کې به دولت دوه میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.