The news is by your side.

د ای‌اېس‌ای پخوانی مشر: فشارونه وو؛ خو له طالبانو مو مرسته نه سپموله

خبریال وېبپاڼه/ د ای ایس ای پخوانی مشر اسد درانی وايي، که څه هم پراخ فشارونه وو، خو له دې سره سره یې له طالبانو هیڅ راز مرسته نه سپموله.

هغه په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، پاکستان له طالبانو سره ژورې او پراخې اړیکې لرلې او له دغه ډلې سره يې مرسته کړې ده.

د هغه په خبره، پاکستان له افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه او اوس دغه دي پر طالبانو هم خپل نفوذ لري او پر دې ډلې له خپل نفوذ په استفادې کولی شي په افغانستان کې سوله راولي.

د ای اېس ای د پخواني مشر په وینا، د پاکستانی حکومت کولی شي له خپل نفوذ په استفادې پاکستان او پخواني مجاهدین دې ته وهڅوي چې په خپلو کې سره جوړ شي او مذاکرات مخ ته یوسي او ټینګار یې کړی چې پاکستان تر دې ور هاخوا کوم کار نه شي کولای.

د ای اېس ای پخوانی مشر په  داسې حال کې  د طالبانو په اړه دا ډول څرګندونې کوي، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څو ورځې مخکې ویلي و، چې افغان سوله د دوی ابتکار و او اوس دا دی د بین الافغاني خبرو تر مرحلې رسېدلې دي.

هغه زیاته کړې وه، دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د پاکستان په هڅو په افغانستان کې د سولې خبرې پیل شوې او دوی خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د پاکستان درواغجنې ژمنې

پاکستان بیا بیا له افغانستان سره ژمنې کړې دي، خو هیڅ ژمنه یې نه ده پورې کړې او د خپلو ګټو لپاره یې دلته د طالب په لاس د جګړې ډګر تود ساتلی دی.

د سولې ټکنۍ پروسه کې هم د پاکستان مستقیم لاس دی، دغه هېواد په هر ډول کولای شي چې طالب اورپکي اوربند او یا د سولې د بین الافغاني خبرو اترو پیل ته راضي کړي، خو د خپلو ګټو لپاره یې دغه چاره نه ده ترسره کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.