The news is by your side.

ولې اسد دراني د طالبانو بريا خپله بريا بولي؟

د ای ایس ای پخوانی مشر؛ د طالبانو بريا زموږ بريا ده

خبريال وېبپاڼه/ د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای پخواني مشر اسد دراني يو ځل بيا ددوی او طالبانو د اړيکو او موخو په هکله څرګندونې کړې دي، دراني پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د طالبانو بريا هغه څه ده چې پاکستان یې په لټه کې و.

اسد دراني چې په ۱۹۹۰ م کال کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر وټاکل شو د افغانستان په هکله یې د‌ ګوستاخۍ ډکې څرګندونې دوام لري.

دراني پخپلو تازه خبرو کې طالبان د مجاهدینو په شان د خپل صف او لارې کسان بللي دی او ويل يې دي چې دوی طالبان همداسې وساتل او ددوی ملاتړ یې وکړ لکه څنګه یې چې د مجاهدينو کړی و، ای اېس ای تر دې وړاندې د افغانستان دننه د هر ډول مخالفینو کوربه پاتې شوی دی، دا چې نن يې دراني اقرار کوي دا يوازې تر مجاهدینو پورې مسله نه ده.

بلکې تر روسی يرغل وړاندې هم پاکستان د هغه ناراضه يا شدت پسندو افغانانو ملاتړ کاوه چې د افغانستان د حکومت په وړاندې یې د وسله وال مقاومت نیت او ميل درلود.

پاکستان هغه بريا ته رسېږي چې په لټه کې یې دی
د پاکستان د استخباراتي ادارې دا پخوانی مشر وايي چې دوی د مجاهدینو مرسته وکړه او روسيې ته یې په افغانستان کې ماتې ورکړه او اوس یې بيا د طالبانو مرسته وکړه او هغوی يې بريا ته نېږدې کړي دي.

دراني په حیرانونکي ډول د روسیې د ماتې خبرې کوي، پاکستان دا ادعا لري چې روسانو غوښتل د هند سمندر ته لاره پیدا کړي او د افغانستان څخه په تېرېدو پاکستان ته دننه شي، نو نن بدون له هېڅ ډول جګړې د روسيې عسکر د پاکستان په ګوادر کې شتون لري.

په طالبانو اغېز لرو
د پاکستان دې لوړ پوړي استخباراتي چارواکي يو ځل بيا ددې اعلان کړي دی چې ددوی خبرې ته طالبان غوږ ږدي او دوی په طالبانو باندې خپل اغېز لري، دراني ددې اغېز د کچې په هکله دومره وويل چې پاکستان کولي شي طالبان د حکومت سره خبرو ته تيار کړي خو دا نشي کولی چې په هغوي دا ومني چې د حکومت سره په خبرو کې څه وکړي او څه ونه کړي.

پاکستان يو ځل بيا په طالبانو د خپل اغېز خبره د‌خپل پخواني چارواکي له خولې په ښکاره کوي، د پاکستان ددې خبرې ځمکنی تفسير دادی چې دوی مني چې طالبانو ته پيسې ورکړې دي، دوی ته يې چاودېدونکي مواد ورکړي دوی ته یې سولې ورکړې دي او دوی ته ېې پنا ځايونه ورکړي نو ځکه دوی نه ورباندې اغېز لری، دا هغه څه چې په ښکاره الفاظو پاکستان اوس هم ورڅخه منکر دی خو په غیرې مستقیم ډول یې بيا په ښکاره اقرار او اعلان کوي.

غني د افغانانو استازی نه دی
اسد دراني تر دې وړاندې ويلي و چې طالبان بايد د اشرف غني په ځای د عبدالله عبدالله او محقق سره خبرې وکړي ځکه دوی د افغانستان اصلي بچيان دي او اشرف غني نه د افغانستان اصلي بچی دی او نه هم د افغانانو استازولي کولي شي.

درانی د اشرف غني په وړاندې پخپلو څرګندونو کې دا هم ويلي و چې اشرف غني به د افغانستان په راتلونکي کې هېڅ ډول رول ونلري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.