The news is by your side.

نیوزیلېنډ کې په کرونا اخته اتم پاکستانی لوبغاړی هم وپېژندل شو

خبریال وېبپاڼه/ د کرونا ویروس دوهمې څپې پاکستان له مرګ سره لاس او ګرېوان کړی او تر اوسه یې د کرکیټ لوبډلې شاوخوا اته لوبغاړي، چې نیوزلېنډ ته په سفر کې دي، په دغه ویروس اخته پېژندل شوي دي.

نن تازه د دې لوبډلې اتم لوبغاړی، چې په پاکستان کې په کرونا ویروس اخته شوی و، په نیوزیلېنډ کې په دغه ویروس اخته وپېژندل شو.

 د نيوزيلېنډ د روغتیايي چارواکو دغه خبره تایید کړې ده.

 په تيره اوونۍ کې د پاکستان کرکیټ لوبډلې اووه لوبغاړي په کرونا ویروس پېژندل شوي وو او ویل کېږي، چې دغه لوبغاړي قرنطین دي او یو بل سره نه یو ځای کېږي.

که څه هم پاکستاني چارواکو ویلي، چې د نيوزيلېنډ سفر نه وړاندې د لوبغاړو او د هغو سره په سفر تلونکو ټولو کسانو د کرونا معاينې شوې وې، خو د پاکستاني چارواکو په دې خبره کې هم شک پروت دی، ځکه پاکستان د نیوزیلنډ په نسبت کرونا سخت ځپلی او لږ امکان لري چې نیوزیلېنډ کې دې پاکستاني لوبغاړي په کرونا اخته شوي وي.

د پاکستان د کرکیټ لوبډلې ټول ۵۳ کسان د شل اوریزو او پنځه ورځنیو سیالیو لپاره نیوزیلېنډ د ۲۴ نومبر نيوزي لېنډ ته رسېدلي دي، چې دا مهال اته لوبغاړي یې قرنطین دي.

د نیوزیلېنډ روغتیايي چارواکو ويلي، په کومو لوبغاړو کې چې د کرونا وايرس مالوم شوي ۱۴ورځې به قرنطين وي او بيا معاينه کولی شي او په خبره یې تر هغو پورې د لوبو کولو او ازاد تګ راتګ اجازه نه لري.

د کرونا ویروس دوهمې څپې پاکستان له مرګ سره لاس او ګرېوان کړی، یوازې تېره ورخ یې په دغه هېواد کې ۶۶ کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.

د پاکستان د روغتیايي چارواکو له قوله په پاکستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر پنځه میلیونه اوښتی او ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

نیوزیلېنډ ته د پاکستان د کرکیټ لوبغاړو، چې مخکې لا په کرونا ویروس اخته شوي وو، د نیوزیلېنډ چارواکي غوسه کړي او د کرکیټ سیالۍ یې هم ځنډولې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.