The news is by your side.

په زابل کې وروستیو ناامنیو خلک سخت اندېښمن کړي

خبریال وېبپاڼه/ د زابل ولایت اوسېدونکي په دې ولایت کې وروستیو ناامنیو اندېښمن کړي او ټینګار کوي، چې که امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونه شي، ژوند یې نور هم سختېږي.

د یاد ولایت اوسېدونکو خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له حکومتي چارواکو یې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې ورته پاملرنه وکړي.

دوی امنیتي مسوولین په خپلو چارو کې پاتې رغلي بولي او زیاتوي، چې که د امنیت د ټینګښت وس نه لري، نو استعفا دې وکړي.

د زابل ولایت د مرکز قلات ښار اوسېدونکي نورمحمد خبریال وېبپاڼې ته وویل: ((ورځ تر بلې ناامنۍ په زیاتېدو دي، د جګړې لمن ان تر ښار پورې رسېدلې، امنیتي مسوولین د جګړې د مهار پر خپلو شخصي چارو او یو بل ته په دسیسو جوړولو اخته دي.))

د ډله ییزو بریدونو ترڅنګ هدفي وژنې بل سرخوږی دی چې د زابل خلکو ژوند یې تریخ کړی او هره ورځ تر درې، څلور کسان وژل کېږي، چې تر ډېره پورې امنیتي ادارو پورې اړوند کسان وي.

د قلات ښار یوه اوسېدونکي عزیزالله خبریال وېبپاڼې ته وویل:(( د ښار دننه ولایت مقام او امنیتي ادارو ته نږدې خلک ترور کېږي، څوک نشته چې پېښې وڅېړي، یا یې عاملین ونیسي، هیڅ دولتي مامور په تېره بیا امنیتي ادارو پورې اړوند کسان په ښار کې ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولای.))

خلک همدا راز امنیتي مسوولین په بې غورۍ، بې ظرفیتۍ او نه همغږۍ تورنوي او وایي چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ له امله د جګړې لمن تر ښار پورې رارسېدلې ده.

د دوی په وینا، امنیتي مسوولین د امنیت د ټینګښت پر ځای په خپلو شخصي چارو اخته دي، یو بل ته دسیسي جوړوي او تر دې پورې چې یو شمېر مشخص امنیتي مسوولین د طالبانو لپاره کار کوي، تر څو زابل ناامنه او هغه کسان له منځه یوسي، چې د خلکو او دولت څخه ملاتړ کوي.

د زابل امنیتي چارواکي که څه هم د خلکو اندېښنې پر ځای بولي، خو وايي چې د دې ولایت د امنیت د ټینګښت په خاطر یې امنیتي پلانونه تر کار لاندې دي او ژر به په دې برخه کې خلک د پرمختګونو شاهدان واوسي.

زابل د هېواد په جنوب کې پروت هغه ناامنه ولایت دی چې په دې وروستیو کې تر بل  وخت ناامني پکې زیاته شوې او خلک له امنیتي مسوولینو غواړي چې استعفا ورکړي.

تېره اوونۍ د دې ولایت د ولایتي شورا پر رییس عطاجان حقبیان هم موټر بم حمله وشوه، چې څو تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.