The news is by your side.

ولې نړيوال بانک د حکومت سره د ۲۰۰ ميلیونه ډالرو مرسته بنده کړه؟

خبريال وېبپاڼه/ نړيوال بانک اعلان کړی چې د افغانستان د مرکزي بانک د ځواب نه ويلو په سبب یې د افغانستان سره د ۲۰۰ ميلیونه ډالرو د مرستې بهير درولی دی.

د نړيوال بانک مشر هنري کرالي ولسمشر غني ته په یوه لیک کې ددې مرستو د درولو خبر ورکړی دی او ويلي یې دی چې د افغانستان مرکزي بانک دوی ته دقیق معلومات او شمېرې نه ورکوي.

د نړيوال بانک چارواکو همدا راز ويلي دي چې دوی د افغانستان د مرکزي بانک څخه څو ځله په کتبي ډول د معلوماتو غوښتنه وکړه خو ددوی غوښتنې بې ځوابه پاتې شوې.

د مرکزي بانک مجهول ريس
د افغانستان د مرکزي بانک مشر چې په وچ زور ولسمشر غني په دې مقام ګومارلی دی د بانک دارۍ په چارو کې شفافیت ته نه دی ژمن، هغه نه يوازې چې د افغانستان ته د مرستو د بهير د درولو سبب شوی دی، بلکې پخپله یې دننه د افغانستان مرکزي بانک د یو بحران لوري ته روان کړی دی، هغه په دې وروستيو کې ددې بانک سل کارکونکي شړلي او په ځای یې د ولسي جرګې د وکيلانو خپل او خپلوان ټاکلي دي ترڅو ده ته د باور رايه ورکړي.

غني پکې څه ليدلي
اجمل احمدي د ټول افغانستان د مخالفت سره مخ دی، او ولسمشر غني د ټول ملت په خلاف د ملت څنګ پرېښی او احمدي يې نيولی دی، ولسمشر غني پدې پوهیږي چې ټول افغان ملت ددې کس لرې کېدل غواړي خو ولسمشر غني د هغه د هرې ناروا ملاتړ کوي، اوس دوه خبرې دي، يا ولسمشر غني د احمدي سره شريک دی او يا هم ولسمشر غني ته د افغانستان خلک بې عقل ښکاري ددې خلکو اراده ورته هیڅ ارزښت نلري او صرف خپله مني.

خيالي پروژې
د نړيوالې ټولنې څخه د ميلياردونو ډالر اخيستل وروسته د هغوي حساب نه ورکول يا هم خيالي پروژې وړاندې کول د يوې پروژې څو ځله وړاندې کول څو ځله افتتاح کول هغه څه دي چې د افغانستان بانک د مشرۍ شفافیت یې تر سوال لاندې راوستی دی.

اجمل احمدي نړيوال بانک ته ځواب نه ورکوي، ځکه دده په اوړو کې شګه ده، داسې يو څه یې ترسره کړي چې ځواب یې نسي ورکولی.

نړيوال پخپل ليک کې د ولسمشر غني څخه غوښتي چې د افغانستان په مرکزي بانک کې مداخله وکړي ځکه ددې بانک اوسنی مشر دوی ته ځواب نه ورکوي.

نړيوال بانک د افغانستان سره ۶۰۰ ميلیونه ډالره مرسته کړې وه چې څلور سوه ميليونه یې تراوسه افغانان ته سپاري او دوه سوه ميليونه پاتې ډالر اوس درول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.