The news is by your side.

لاجورد جشنواره؛ د افغان سېنما لوبغاړي لا هم له افغانانو ګیله‌من دي

خبریال وېبپاڼه/ د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د لاجورد په نامه د افغاني فلمونو لس ورځنۍ ملي جشنواره د خصوصي سکټور په ملاتړ ترسره سوه، خو د افغان سېنما لوبغاړي ګیله کوي، چې افغانان لا هم پردي فلمونه ګوري.
افغان فلم اداره وایي، لاجورد جشنوارې ته ۲۱۰ فلمونو نوم لیکنه کړې وه، چې له ډلې یې ۵۵ غوره فلمونه د کابل په ۹ سالونونو کې نندارې ته وړاندې شول، چې نږدې ۵۰۰۰ کسانو دغه فلمونو وکتل.
تر اوسه افغانستان کې د فلمونو کومه ملي جشنواره نه وه ترسره شوې؛ خو مهرګان او د هرات ښځې د فلمونو هغه جشنوارې دي چې وروستیو کلونو کې د خصوصي سکټور له خوا ترسره شوې دي.
د لاجورد جشنوارې موخه څه وه؟
افغان فلم اداره وايي، د لاجورد فلمي جشنوارې عمده موخې په افغانستان کې د سېنما ځپل شوي صنعت ته وده ورکول، د خصوصي فلمونو د تولیدوونکو هڅول او د خلک افغاني فلمونو کتلو ته رابلل دي.
لا هم ډېری افغانان پردي فلمونه ګوري
په تېرو دوو لسیزو کې د نورو برخو ترڅنګ په افغانستان کې د سېنما صنعت هم وده کړې، خو د افغان سېنما ځینې لوبغاړي پخپلو مرکو کې تل ګیله کوي چې زموږ وطنوال پردي فلمونه ګوري.
دوی وایي، افغانان خپل افغاني فلمونه، چې د خپل هیواد محصول یې دی او د افغان هنرمندانو په هڅو جوړ شوي دي نه ویني یا ډیر نه ویني.
افغان فلم جوړونکي وايي، چې په پردیو فلمونو کې د افغاني فلمونو په تناسب جنګ جګړه هم ډېره وي، مګر زموږ هېوادوال یې په مینه ګوري، حال دا چې د افغاني فلمونو کي د پردیو فلمونو په تناسب هیڅ درواغ نسته او اکثره صحنې یې واقعي دي، خو بیا یې هم زموږ یې خلک لیدلو ته زړه نه ښه کوي.
داچې افغاني فلمونه ولي لیدونکي نه لري یا یې ډیر کم لري هغه موضوع ده چې باید په دقیق ډول وڅیړل شي؛ د افغاني فلمونو د کتونکو کموالی ډیر علتونه لري چې یو شمیر یې پخپله افغان فلم جوړونکو هم په ګوته کړي دي.
حکومت باید څه وکړي؟
حکومتي مسوولې ادارې باید د افغاني سینما د پرمختګ په برخه کې له خپله وسه سره سم ګامونه پورته کړي او نور فلم جوړونکي هم باید زموږ د فلمونو نیمګړتیاوې را برسیره او د رفع کولو په برخه کې یې مسوولانه کار وکړي، تر څو زموږ سینما لږ تر لږه له ګاونډیو سره سیاله شي او کتونکي یې زیات شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.