اجمل احمدي مرکزي بانک د وکيلانو خپلو خپلوانو ته وېشلی

خبریال وېبپاڼه/ اجمل احمدي چې پرون يې ولسي جرګې ته خپلې برنامې وړاندې کولې او د شفافیت خبرې یې کولې د ولسي جرګې د وکيلانو لسګونه خپل او خپلوان په مرکزي بانک کې ګومارلي دي.

افغانان او افغانستان ملي اشخاص د اول څخه دداسې يو شخصیت مخالف و چې هويت يې ملعوم نه وي، ځکه تراوسه د اجمل احمدي پښتو او دري نه دي زده، اوس که فکر وکړو چې ان همدا احمدي افغان دی خو بهر کې پیدا شوی پښتو او دري یې سم نه دی زده، نو د یوه سړي چې که د افغان مور او پلار نه پيدا هم وي چې نه پښتو زده وي نه دری دا ډول کس به د افغانستان نه څومره معلومات ولري د افغانستان سره د افغان ملت سره به څومره اړيکه ولري، ښکاره خبره ده چې دا يوه فاجعه ده.

خو د اجمل احمدي هويت له دې هم شړېدلی دی، پدې هېواد کې هېڅوک نه پوهېږي چې د اجمل احمدي پلار څوک دی ورور یې څوک دی، تره يې څوک دی، بس ولسمشر غني یې تر شاه ولاړ دی او هر ډول مفسده ديکتاتوری چې زړه يې وي کوي یې.

د ډالرو وېش
تازه اجمل احمدي ولسي جرګې ته د تاييد د رایې لپاره ورپېژندل شوی دی، نن د هغه په هکله داسې شواهد خپاره شول چې د پارلمان غړو ته يې غوړې وعدې ورکړي دي، د هغوي خپل خپلوان یې په مرکزي بانک کې ان د مياشتيني معاش او حقوقو څخه هخوا په لکونو افغانۍ نازولي دي، مثال د افغانستان بانک د دفتر عمومي آمر ته پرته د میاشتیني معاش څخه د امتياز تفاوت استثنایی تر نامه لاندې ۴۵۱ زره افغانۍ ورکړل شوې دی.

د افغانستان بانک پخوانیو چارواکو او ددې بانک څارونکو پوهانو ويلي دي چې اجمل احمدي په دې وروستيو کې سل نوې ګومارنې کړې دي چې مطلق اکثریت کسان یې د ولسي جرګې د وکيلانو نېږدې خپلوان دي.

لبنانئ پوه شوی دی
اجمل احمدي چې په اصل کې د لبنان هېواد بلل کیږي اوس پدې پوه شوی چې څه ډول د افغانانو خوله وربنده کړي، ده د ولسي جرګې وکيلانو پراخ امکانات پيسې او چوکۍ ورمخته کړې دي اوس نو د ولسي جرګې د وجدان د تللو وخت دی.

ځکه ولسي جرګه د اجمل احمدي د تاييد لپاره هېڅ معقول دليل نلري، يو کس چې هويت یې معلوم نه وي، په فساد کې لاسونه ښکېل وي، د افغانستان د مرکزي بانک د څارنې سيستم له کاره غورځوي او د بانک کامرې د ساعتونو لپاره بندوي هېڅ ددې لايق نه دی چې ولسي جرګه دې رايه ورکړي بلکې دا ډول کس ياد محکمې ته ور وپېژندل شي.

دوسيه هم لري
همدا اوس اجمل احمدي په محکمه کې دوسيه لري، ده بدون د هېڅ دليل نه لکه د پلار شخصي شرکت يې چې وي ګڼ شمېر افغانان د مرکزي بانک څخه شړلي دي، دوی له احمدي په محکمه کې شکايت کړي دی، خو اوس یې هلته دوسيه نه مخ ته ځي نه شاته، ځکه مې ولسمشر غني یې تر شا ولاړ دی او په هر صورت دده ملاتړ کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum