له افغانستانه د امریکایانو وتلو سختې اندېښنې پیدا کړې
خبریال وېبپاڼه/ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په کور دننه او دباندې سختې اندېښنې پیدا کړې او دا ویره احساسېږي چې بیا به افغانستان د جګړو په ډګر بدل شي.
ناټو د امریکا دغې پرېکړې اندېښمن کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې یې د ځواکونو پاتېدل او ایستل دواړه زیانونه لري او باید د جګړې مالي او ځاني لګښت پرې کړې.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د دغو ځواکونو په وتلو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې دي، چې له افغانستان د ځواکونو بېړني وتل به د جګړې د دوام لامل شي.
عام افغانان هم د پنټاګون دا پرېکړه په دې حساس وخت کې ناسمه بولي او وېره لري چې نیم مات شوی طالب بیا قدرت ترلاسه نه کړي.
د ناټو غړي هېوادونه هم اندېښمن دي
تازه واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، چې له افغانستانه د امریکایانو وتلو د ناټو غړي هېوادونه سخت اندېښمن کړي او دې هېواد کې وضعیت ډاډمن نه بولي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه تحلیل کې وایي، سره له دې چې په افغانستان کې وضعیت هېڅ د ډاډ وړ نه دی، خو د سرتېرو پر ایستلو د ټرمپ ټینګار د حیرانتیا وړ دی او دې مسئلې د ناټو غړي هېوادونه هم اندېښمن کړي دي.
سرچینه کاږي، ناټو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو له درکه اندېښنه لري او ددې تمه لري چې امریکا د افغانستان په اړه معقوله پرېکړه وکړي.
په مطلب کې راځي، ناټو له امریکایي حکومت سره د سرتېرو د ایستلو پر سر مذاکرات پيل کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د ناټو په وروستۍ ناسته کې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
مط له افغان حکومت به ددوی ملاتړ ادامه ولري، د افغانستان وضعیت پوره ارزول کېږي او یوازې کم شمېر سرتېري به په افغانستان کې پرېښودل کېږي.
څه موده مخکې د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان اعلان وکړ، چې افغانستان او عراق کې د خپلو ځواکو شمېر تر ۲۵۰۰ ټیټوي.
د دې اعلان له مخې، افغانستان کې امریکايي پوځیان له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کمېږي او عراق کې هم د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو کمېدو سره دغه هېواد کې د دې پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټېږي.
تر اوسه امریکایان افغانستان کې له خپلو لسو اډو وتلي دي او خبره، افغان او امریکايي چارواکو تایید کړې ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.