The news is by your side.

افغانستان او پاکستان د نظامي همکاريو ګډه کمېټه جوړوي

خبريال وېبپاڼه/ کابل ته د عمران خان د سفر په مهال ددواړو هېوادونو ترمنځ يوه د ګډ ليدوري توافقنامه لاسليک شوه، ددې توافقنامې څو ورځې وروسته ولسمشر غني سمدلاسه د پاکستانيو زندانيانو د خلاصون امر ورکړ.

اوس په کابل کې د پاکستان سفير وايي چې دوی به د افغان حکومت سره یوه ګډه نظامي کمېټه جوړه کړي، د پاکستان سفير په دې هکله زيات څه ونه ويل خو ياده يې کړه چې تېر بايد هېر کړو او خپلې آینده اړيکې پراخې کړو.

د پاکستان سره نظامي همکاري
که څه هم د هېڅ افغان ذهن به د پاکستان سره د پوځي همکارۍ په هکله ښه خبر ونکړي نو ان په دې برخه کې زده کړه لرونکي افغانان هم د حکومت څخه ددې همکارۍ په هکله د توضیحاتو غوښتونکي دي، تر دې وړاندې افغانانو د پاکستان سره د هر ډول نظامي همکارۍ مخالفت کړی و، ځکه افغان ولس په دې قناعت دی چې د پاکستان سره بايد هیڅ ډول نظامي همکاري ونشي دا ډول معلومات ورسره شريک نشي د ولس په اند د پاکستان سره نظامي همکاري د افغانستان کلۍ پاکستان ته په لاس ورکول دي.

د پاکستان سره د نظامي معلوماتو شريک کول د نظامي تمرين ترسره کول د نظامي کمپ او هر ډول کړنې پايله داده چې د افغان ادارو په هکله پاکستاني پوځ ته نور ډیر معلومات په لاس ورکړل شي.

د پاکستان حکومت د افغانستان سره د همکارۍ لپاره هېڅکله هم څه نلري، صرف د يوې نوې دسيسې په هڅه کې دی، د افغانستان سره سوله ددوی هغه وخت خوښه ده چې په افغانستان کې ستراتيژيک عمق ولري او افغانانو دا عمق انګليس ته نه ورکوي نو دوی ته به یې څه ورکړي.

د غني بقا او پاکستان
شننونکي په دې فکر دي چې ولسمشر غني غواړي د خپل اقتدار د دوام لپاره د پاکستان سره معامله وکړي، پوهان وايي د ولسمشر غني دا اقدام به هم ولسمشر غني له چوکۍ خلاص کړي او هم به د هغه څخه ډېر داسې څه ترلاسه کړي چې هغه د افغانستان مهم ارزښتونه او سرمايې وي.

پاکستان به ان د ولسمشر غني سره پخپله معامله کې هم صادق پاتې نشي، هم به د ولسمشر څخه په دروغجنو وعده ډېر څه ترلاسه کړي او هم به ولسمشر غني ته د خپلې بقا ګرنټي ورنکړي‌.

ولسمشر غني به په افغانستان کې هغه ډېر چې وي دري څلور کاله نور وي، وروسته به پدې هېواد کې د هغه واک ختمیږي، غني پاکستان ته يوه موقتي پانګونه ده، پاکستان به هېڅکله طالبي ذهنیت چې د پاکستان دايمي پانګونه ده د غني په موقتي پانګونه بدله نکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.