The news is by your side.

“مأموریت سِرې” د افغانستان نوی استخباراتي فلم!

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان چې د فلم او سینما برخه یې فلج ده او دا برخه کې د ګوتو په شمېر معیاري فلمونه او سریالونه لري، اوس یې پر داسې یو استخباراتي فلم کار شروع کړی، چې خورا معیاري او له لسګونو کلونو را وروسته داسې یو فلم جوړوي، چې په کمه موده کې یې د فلم څو خپرو شویو برخو زیات مینه وال د لیدو لپاره را مات کړي.

د مأموریت سرې په نوم فلم چې داستان یې تر ډېره پر حقیقت ولاړ دی او ځینې حقیقي صحنې یې یو ځل بیا جوړ شوي، د فېسبوک او یوټیوب له لارې خپریږي، چې زرګونه لیدونکي او مینه وال لري.

“مأموریت سِرې” د افغانستان د ملي امنیت په لومړي ځل د یو متفاوت فکر سره یو با کیفیته فلم تولیدوي.

دې فلم کې د ملي امنیتي ځواکونو د پټو عملیاتو په برخه د درنې ټکنالوژۍ، استخباراتي تاکتیکونو نه په ګټنې او کواردیناتونو ته د رسېدنې پېچلي اندازونه د کیسي په توګه بیانوي.

د نظر خاوندان د مأموریت سِرې فلم ته په کتو وایي، کااش تبلیغاتي جګړه کې ټوله پانګونه پر فلم، سینما او انډسټۍ کېدلی، د مزخرفو او بې ځایه اعلاناتو نه چې د وطني میني پر ځای کرکې ټوکوي څه غوښتل؟

دا ډول سریالونه او فلمونه ولس پر خپل ډیپ سټېټ باوري کوي او ترهګرو سره له خپل سیوري نه هم وېره لا زیاتوي.

له لسګونو کلونو را وروسته دا لومړی ځل شو چې د افغانستان ملي امنیت له لوري دا ډول با کیفیته او معیاري استخباراتي فلم جوړیږي.

د افغانستان د فلم او سینما برخه چې اوس مهال ورو ورو روانه ده، لا یې هم تر مخه ننګونې او غبرګونونه زیات دي.

صحرا کریمي چې د افغانستان د سینما د رٸیسې په توګه یې له زیاتې مودې را هیسې فعالیتونه لیدل کیږي، نوموړې په دې برخه کې هڅې پیل کړي څو د افغانستان د سینما برخه هم معیاري سټېج ته ورسوي.

له یاده دې پاتې نه وي چې روان لېندۍ میاشت په لومړۍ نېټه په کابل کې د لاجورد افغان فلم فېسټوال هم پیل شوی وو چې له دوه سوو فلمونو یې ٥٥ نندارې او سیالۍ ته وړاندې شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.