The news is by your side.

غوسه ناک لبنانی

خبريال وېبپاڼه/ په دې ورځو کې حکومت د تأیید د رايې لپاره خپل وزیران ولسي جرګې ته ورپېژني، دلته وزيران خپلې برنامې وړاندې کوي او ولسي جرګه وروسته دوی ته د باور یا رد رايه ورکوي، تراوسه ولسي‌ جرګې ډېری وزیران منلي او ځينې محدود شمېر یې رد کړي دي.

اوس به تازه د افغانستان بانک ريس هم ولسي جرګې ته د اعتماد د رايې لپاره ولاړ شي، هغه هم خپلې برنامې لري خو دا چې دا برنامې څومره د باور وړي دي د پوښتنې وړ خبره ده.

غوسه ناک لبنانی
اجمل احمدي چې اوس د افغانستان بانک مشر دی يوه جنجالي څېره ده، که په افغانستان کې په يوه ډېر سپېڅلي شخص هم ملت دومره نيوکې کړی وی نو اوس به هغه ترټولو بد کس و، د هرڅه څخه به شول شوی و خو اجمل احمدي افغان نه دی ځکه خو د افغانانو خبره په ده تأثير نکوي.

د احمدي تر شا ولسمشر غني ولاړ دی، د اشرف غني مېرمن هم لبنانۍ ده، اوس نو که افغانان ژاړي یا خاندي احمدي به تر هغه پورې وي ترڅو چې غني وي، غوسه ناک لبنانی په افغانستان کې داسې اس ځغلوي چې څوک ورڅخه پوښتنه وکړئ په سبا یې د خپلې دندې شوي.

ال احمدي يوازې غوسه ناک نه دی بلکې نور هم ډېر فعال دی، د افغانستان په ۱۹ کلن تاريخ کې تراوسه د مرکزي بانک کامرې چا نه وې بندې کړې خو د احمدي په صيب په ریاست کې په بېلابېلو بهانو د څلورو ساعتونو لپاره بندې وې.

له کله چې احمدی د افغانستان بانک ريس شوی نو ډېری ژمن تجربه لرونکي کسان یې لرې کړی او په ځای یې خپل کسان ټاکلي، دی نه يوازې چې افغان د دندې لرې کوي بلکې په ډېره ګوستاخۍ هغوی د بانک څخه باسي او بله ورځ یې د يوه اړين کار لپاره هم بانک ته نه پرېږدي.

احمدي چې ددې هېواد په ملي ژبه پښتو او دري باندې هم خبرې نشي کولی د ولسمشر غني تر لاس لاندې دی او څوک څه نشي ورته ويلي، نه یې محکمه زور لري نه خلک بس د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې لاس یې په سر دی.

په نازولي د قاضي زور هم نه رسي
اجمل احمدي ګڼ شمېر افغانان له دندې شرلي، دا مظلوم افغانان د مشرانو جرګې ته تللی او شکایت یې کړي، پخپل هېواد کې د یوه لبناني څخه شکایت کوونکو افغانانو د مشرانو جرګې څخه غوښتي چې ددوی سره عدالت وشي، د مشرانو جرګې په دې ډليزو غيرې قانوني منفکیو باندې احمدي لوېې څارونوالۍ ته معرفي کړ خو هلته د ولسمشر غني چې مېرمنې یې هم لبنانۍ ده په وسيله دوسیه همداسې بنده يا هولډ ده.

د افغانستان د مرکزي بانک د افغانستان د زړه کلۍ یوه لبناني ته سپارل شوې او تر شاه يې غني ولاړ دی، دا چې سبا ددې بانک سرنوشت څه کېږي څوک به یې ځواب ويونکي وي دا پوښتنه د اشرف غني څخه څوک نشي کولای خو پکار ده ولسي جرګه دا ځل خپل افغانيت ثابت کړي او احمدي په داسې رايو رد کړي چې سبا ته کډه لبنان ته بار کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.