The news is by your side.

کرونا پاکستان کې ۶۶ نور کسان وژلي

خبریال وېبپاڼه/ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کرونا ویروس دوهمې څپې د ۶۶ نورو پاکستانیانو ژوند اخیستی او سلګونه نور کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې تر درو زرو زيات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او هم ۶۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی وايي، په دې هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو ټول شمېر تر پنځه لکه اوښتی دی او د نومبر تر ۲۸مې له دې ويروسه په پاکستان کې تر اووه زره زیات کسان مړه شوي، خو زیاتوي، چې تر درې لکه ۵۵ زره زيات کسان بیرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

پاکستاني چارواکي او ډاکټران وايي، د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بل هر وخت په دې ويروس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د پېښور او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يو شمېر نورو ښارونو کې سلګونه ډاکټران او روغتياپالان هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.

حکومت د کورونا ویروس د مخنيوي په خاطر په ځېنو سيمو کې قرنطین اعلان کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د نومبر پر ۲۵مه په لاهور کې د يوې وينا پر مهال ويلي چې ولس دې له احتياطي تدابيرو کار واخلي خو د ده په وينا دا ځل به کاروبارونه، کارخانې او له روزګار سره تړلي شيان نه بندېږي.

پاکستان کې کرونا په چټکۍ خپرېږي

که څه هم په لومړي سر کې به په ټول پاکستان کې هره ورځ د کرونا ویروس سلګونه مثبتې پېښې ثبتېدې، خو په دې وروستیو کې او د دې ویروس په دوهمه څپه کې دا شمېر زرګونه ته پورته شوی دی..

دې وضعیت پاکستاني چارواکي سخت اندېښمن کړي او وايي، په دې هېواد کې کرونا ویروس ورځ تر بلې په چټکۍ خپرېږي او د دغه ویروس له امله د مړینو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.