The news is by your side.

ننګرهار کې ملي امنیت ۱۵۰ سوه لېټره شراب او نور توکي ونیول

خبریال وېبپاڼه/ چارواکي وايي، په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو د جلال اباد ښار په اوومې ناحيې مربوطاتو کې په يو ټيلر موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۵ سوه لېتره شراب نیولي دي.

دوی وايي، د دې قضیط په تړاو یې يو تن هم نيولي او ياد توکي نن سې شنبه ملي امنيت رياست کې رسنيو ته وښودل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، چې ياد شراب په پنځوس ديرش لېتره بوشکو کې ځای پر ځای شوي د جلال اباد ښار اوومې ناحيې رينګ روډ سيمه کې په بې پلېټه ټيلر موټر کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوي.

نوموړی زیاتوي، همدا راز د ملي امنيت ځواکونو د قريشي په نامه نهه زره بوتله شربت، چې له محصول پرته لېږدول کېدل د ملي امنيت ځواکونو له لوري په ياد ټيلر موټر کې ترلاسه شوي دي.

د هغه په خبره، چې ۱۸۵۰ بېلابېل ډوله لويې او وړې د مرمرو تختې چې محصول شوې نه وې هم په ياد موټر کې ترلاسه شوي دي.

خوږیاڼي وویل، د يادو توکو په تور د نشان محمد په نوم يو کس، چې د پاکستان هېواد اوسيدونکی دی نيول شوی دی.

هغه دغه راز وايي، چې د ملي امنيت ځواکونو د روانې اوونۍ په اوږدو کې يو انسان تښتوونکی او يو وسله وال طالب د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نيولي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.