The news is by your side.

هېواد کې ۲۱۹ نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي

خبریال وېبپاڼه/ عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۲۱۹ نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۶ زره او ۷۱۷ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۲ تنه مړه شوي او ۱۱۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۸۰۰ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۶ زره او ۹۰۷ ته لوړ شوی دی.

 روغتیا وزارت د هوا له سړېدو سره سم په هېواد کې د کرونا وبا د دویمې څپې د خپرېدو خبرداری ورکړی دی او له هېوادوالو یې غوښتنه کړې ده چې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي.

پر همدې اساس د هېواد ټول تحصیلي مرکزونه هم د روان میاشتې له اتمې نېټې بیا د حوت میاشتې تر پنځلسمې پورې رخصت شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.