The news is by your side.

د علامه پوهاند علامه عبدالشکور رشاد بابا ۱۶م تلین

خبریال وېبپاڼه/  سې شنبه (قوس ۱۱مه) د هېواد او سيمي د وتـلــي او نامتــو عالـــم، څېړونكي، مؤرخ، ليكوال او شاعر اكاډميسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد ۱۶م تلین دی.

علامه بابا د عبدالغفور خان زوى، د حاجي محمد اياز خان لمسى او د محمد جان خان کړوسى دی، چې د ١٣٠٠ ل کال د لړم مياشتط پر ٢٣مه نېټه د کندهار ښار د اولې ناحيې د بابړو په کوڅه کي  زېږېدلى دی.

ارواښاد د خداى ورکړي ځراکت په سبب په ډېر کوچنيوالي (١٣کلنۍ) کې له ښوونځي په اوله درجه فارغ شو؛  نورې زده کړې او تحصيلات یې په خصوصي توګه کړي او له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته د لنډې مودې لپاره په کندهار مطبعه کې او بيا وروسته په ١٣١٤ل کال کې د ښوونکي په توګه  په رسمي ډول پر دنده وګمارل شو.

علامه بابا خپ لومړنى شعر په ١٣کلنۍ کې ليکلى او په ١٧کلنۍ کې یې اوله څېړنيزه مقاله په طلوع افغان کې خپره شوې ده؛ ٢٦کلن وو، چې د ويښو ځلميانو غړيتوب یې تر لاسه کړ.

پوهاند علامه رشاد په  ١٣٥٦ ل کال د پوهاندۍ علمي رتبه او په  ١٣٦٥ ل کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ ( اکاډيمېسن ) رتبه  تر لاسه کړې ده، تر هغه راوروسته د (علامه) لوړه رتبه د افغانستان د پوهانو او عالمانو له خوا ور کړه شوې ده.

علامه بابا د خپل استعداد، درايت، ليوالتيا، ځيرکتيا، پرلپسې زيار، څيړنې، لوستنې او شننې په پايله کيې په ملي اونړۍواله کچه يو عالم او معلم پيژندل شوى چې په ملي اونړۍواله کچه سترو علماوو، فرهنګي، تاريخي او سياسي شخصيتونو د ده د غوره او وتلي شخصيت په اړه غوره او کره څرګندونې کړې دي.

خدای بښلی رشاد صاحب د خپلې مورنۍ ژبي پښتو ترڅنګ په پارسي، عربي، اردو، سانسګرېټ، هندي، روسي او انګليسي ژبو پوهېده، چې په بېلابېلو ژبو یې د مختلفو موضوعاتو په هکله نژدې ۱۴۰ غنیمت اثار لیکلي او نن یې هر اثر او تر دې چي هره لیکنه د یو مغتنم ماخذ په توګه موږ ته راپاتې دي.

ستر پوهاند او نابغه شخصيت علامه رشاد بابا پوره شپاړلس کاله مخکې د ۱۳۸۳ ل كال د لېندۍ د مياشتي پر (۱۱) مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د كابل په څلورسوه بستريز روغتون کې د غرمې پر ١٢نيمو بجو د زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد، چې مړینه یې نه یوازي فرهنګیانو بلکې ټولو د ادب او تاریخ مینه والو افغانانو ته لویه ضایعه ده.

 روح یې ښاد او پر ګور یې نور.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.