د علامه عبدالشکور رشاد تلين دی، حکومت خبر هم نه دی
خبريال وېبپاڼه/ د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د وفات ۱۶ کاله پوره شول، دا عظيم انسان افغانستان د نن څخه ۱۶ کاله وړاندې په همدې ورځ له لاسه ورکړ.
علامه رشاد څو بعدي شخص و، په هر بعد کې یې افغانستان ته درانه خدمتونه وکړل، هغه لومړی ښوونکی پسې یې نورې دندې وکړې د پوهنتون استاد شو، له تاريخ سره یې ځانګړې مينه درلوده په دې برخه کې ګټور کتابونه وليکل، خپل پراخ ذهنیت د شاعرۍ له استعداد څخه هم نه و بې برخې کړئ، د علامه رشاد په هکله خبرې ډېرې دي خو له بده مرغه چې افغان حکومت، چارواکو او مسولینو ددې شخص پور نه دی ادا کړی، نن یې د وفات ورځ ده.
د ولسمشر غني بې پروايي
که څه هم په هېواد کې مو جنګ روانه دی فرهنګي اړخ، علمي اړخ تاريخي اړخ مو نيمګړی پرمختګ کوي خو په همدې نيمګړي پرمختګ کې هم د پښتنو برخه نیمګړې ده.
حکومت ددې په ځای چې دداسې ملي اشخاصو په هکله خلکو د نوي نسل ذهن روښانه وساتي هغه يې هېر کړی دی، دا چاره له بده مرغه د پښتنو پوهانو سره روانه ده، که نه موږ وينو چې د حکومت مشر د نورو مشرانو حتی چې د ډیری یې لاس په وينو سره دي د تلين یادونه، غونډې ورباندې جوړوي جعلي شخصيت سازي او اتل سازي کوي خو هغه پښتانه پوهان، چې خپل ټول ژوند یې د افغان ملت د پوهې، د ايښودلو او ددې ملت د سيال کولو لپاره تېر کړی دی حکومت نه یادوي.
د علامه رشاد غوندې اشخاصو لاره بايد نوي نسل ته ورښودل شي، باید نوي نسل هغه الګو او نمونه وړاندې شي، خو بدبختي داده چې حکومت مو ددا ډول اشخاصو هغه یوه ورځګۍ هم يادوي، حال دا چې نن په ټولنه کې همدې ډول اشخاصو ته اړتیا ده، د همدې نني بد حالت څخه د وتلو لپاره موژ د رشاد د لارې څارلو ته اړتیا لرو.
د پردیو په ځای خپله لاره
موږ د يوې خوا خپل پوهان، خپل مشران هېر کړي د بلې خوا د نورو په تقليد روان یو د نورو اتلان زموږ د اتلانو ځای نيسي، دا به ددې ملت سره خيانت وي چې خپل د علم او قلم مشران یې په شعوري ډول ورباندې هېر شي.
حکومت ته پکار ده د جګړو د اتلانو په ځای، د خون خوارو قاتلينو په ځای دې ملت خپل پوهان، خپل واقعي اتلان وروپېژني خلک د هغوی لارې تعقيب کولو ته تشويق کړي.
حکومت بل هرڅه ته وخت پیدا کوي، امکانات پيدا کوي ولې ددا ډول ملي اشخاصو چې دې ملت ته یې بدون له خیر او ښیګڼې بل هېڅ نه وي رسېدلي د تلين لپاره څه نه پیدا کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.