The news is by your side.

ناټو: د افغانستان راتلونکي په اړه له سختې پرېکړې سره مخ یوو

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د افغانستان د راتلونکي په اړه له سختې پرېکړې سره مخ یوو.

د سټولټنبرګ په خبره اصلي اندېښنه دا ده، چې ایا ناټو افغانستان پرېږدي، په داسې حال کې چې د ترهګرو پر امن ځایونو د دې هېواد د بدلېدو بیا امکان شته، او یا په افغانستان کې پاتې شي او خپل مأموریت ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې چې د ناټو هېوادونو برهنیو چارو وزیران نن او سبا د انلاین کنفرانس له لارې د افغانستان د برخلیک په تړاو د نظر تبادله وکړي.

سټولټنبرګ له دې ناستې وړاننې په یو خبري ناسته کې وویل چې د ناټو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران افغانستان کې یو مسیر ته اړایا لري.

د نوموړي په خبره که څه هم امریکا افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی، خو ناټو خپل مأموریت ته دوام ورکړی دی.

سټولټنبرګ د خبرو په یوه څنډه کې یاده کړه، چې “موږ اوس مهال له یو روښانه پرېکړې سره مخامخ یوو، یو سخته ټاکنه چې زموږ تر مخه ده هغه دا ده، چې افغانستان کې پاتې شو، په داسې حال کې چې موږ ارزوو چې طالبان په خپلو ژمنو په عمل کې پاتې راغلي. یا افغانستان کې د جنګ او نظامي اوږدې جګړې خطر”

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان خپل زرګونه ځواکونه ویستلي او ژمنه یې کړې وه، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به افغانستان او عراق نور پاتې امریکایي ځواکونه هم وباسي، خو د نوموړي د ناکام په صورت کې د ځواکونو د وتلو لړۍ لا نه ده پیل شوې.

د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن هم تر بریالیتوب وړاندې ویلي وو، چې د امریکا د ولسمشر په توګه به بیا خپل ټول ځواکونه له افغاتستان را وباسي او امریکا ته به یې غواړي.

ناټو بیا وایي چې افغانستان ته له امریکایي ځواکونو سره یو ځای راغلي وو، او د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه به له دوی سره په همغږۍ کیږي.

ناټو اوس مهال د افغانستان حالاتو ته په کتو دوه زړې ده، چې ایا خيل ماموریت ته دوام ورکړي، که له افغانستان ووځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance