The news is by your side.

طالبانو فاریاب کې يو عمومي پُل په بمونو نړولی

خبریال وېبپاڼه/ چارواکي وايي، وسله‌ والو طالبانو د تخار ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د خلکو تګ راتګ یو عمومي پُل په بمونو نړولی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د فاریاب امنيه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایي، وسله‌ والو طالبانو تېره شپه د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په غوزاري سیمه کې یو پل د بمونو په وسيله نړولی دی.

نوموړی وایي، له دې پله ۱۰ زره کورنیو ګټه اخیسته او خواجه سبزپوش ولسوالي یې له د شرین تګاب سره نښلوله.

وسله‌ والو طالبانو تر اوسه په دې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي و چې وسله‌ والو طالبانو د دې ولایت اړوند د قیصار او میمنې په لویه لار ۴۰ متره پول د ټراکټور او ماینونو په واسطه تخریب کړی دی.

یوازې فاریاب نه دی، چې د وسله والو طالبانو لخوا د عامه تاسیساتو د نړولو خبر ترې ورکول کېږي، بلکې په غور کې د کلینیک او عمومي پُل، د کندهار میانشین، ریګستان او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د عمومي سړک تخریبول، هلمند کې د برېښنا سب ستېشن لوټول او د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې د عامه تاسیستاتو نړول د دې ترهګریزې ډلې د ورانکاره فعالیتونو عمده بېلګې دي.

د سولې خبرو سره هم‌مهاله په هېواد کې د عامه تاسیساتو د نړولو سلسله پیل شوې ده، دا ډول پېښې اکثره د طالبانو په سیمو کې کېږي، خو طالبان ډېری وخت د دغو کړنو پړه پر غاړه نه اخلي، دغه ترهګریزه ډله د دې کړنو مسوولین حکومتي کړۍ بولي، چې ګواکې په یو ډول د طالب نوم بدوي، خو حکومت یې پړه په طالب ډلې وراچوي.

دې وضعیت تر ټولو زیات عام خلک زیانمن کړي، پُل یې نړېږي، مکتب یې سوځي، روغتون یې له منځه ځي، لویې لارې تخریبېږي او په یو ډول د ژوند اساسي خدماتو څخه بې برخې کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.