The news is by your side.

جهانګير خان د پاکستان څخه نړۍ ته اسلام خپروي

خبريال وېبپاڼه/ يوه خبره بايد مخکې له مخکې وکړم چې پدې ليکنه چې د ډم لفظ د پاکستاني هغه څېرو لپاره کارول کیږي چې د هنر سره هیڅ اړيکه نلري بلکې کار یې صرف خرمستۍ او يا فحشا ده.

په پاکستان کې د ډمانو لټ په لټ اوښتل مدام شتون لري، يو وخت چې ګورو نو یو ډم به په فلمونو کې، په محفلونو کې ګډېږي، شرابونه به څښي او په نېشو کې به غرق وي، بله ورځ ناڅاپه همدا کس ځي او قاري کېږي تلاوتونه کوي نعتونه وايی خو زيات وخت نه وي تېر چې د ښاغلي او یا ښاغلې مټې بيا بخار وکړي او راميدان ته شي.

اوس تازه په پاکستان کې د اسلام بيرغ جهانګير په لاس کې اخيستی، د هغه يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ښکته پورته کېژي، پدې ویډیو کې دی وايي چې پاکستان د اسلام قلعه ده، اسلام به خپرېږي او اسلام به په ټوله نړۍ کې حاکمېږي.

اوس نو جهانګير د مسلمان په زړه کې خښ خنجر پاکستان د اسلام د قلعې په نامه يادوي، د پاکستان د جوړښت فلسفه د مسلمان کم زوري کول او وېشل و، مسلمانان څه په هند کې پاتې شول، نور بنګله دېش کې یو برخه کشمير ا نور پاکستان کې، د پاکستان دا جوړښت او رامنځته کېدل د مسلمانانو د يوې عظيمې او لويې کتلې د وېشل کېدو سبب شول او پاکستان د فتنې او نفرت مرکز شو.

پاکستان دداسې تضادونو هېواد دی چې سړی حيران شي کوم يوه ته یې وژاړی او کوم يوه ته يې وخاندي، جهانګير خان هم د همداسې يو پاکستان تمثيل کوي، هغه پاکستان چې ځان د مسلمانانو قلعه بولي د مسلمان د کور( افغانستان) د ورانولو لپاره یې امریکا ته خپلې ټولې لارې، بندرونه، هوايي ډګرونه په لاس کې ورکړل، بيا یې اعلان وکړ چې په افغانستان کې جهاد روا دی.

د پاکستان همدا تناقض په جهانګير خان کې ډېر ښه ليدل کېږي، جهانګير خان ته ځان هنرمند ښکاري خو د هیرامنډيي د يو دلال څخه پرته بل هیڅوک هم نه دی، جهانګير خان عمر په داسې فلمونو کې تېر کړ او تېروي يې چې تورې او خړې پنجابيانې ګډوي، خېټې يې لوڅې کړي، کله دوی په سریښ شي کله هغوي، کله خو ان سره لاندې باندې شي، همدا جهانګير دی همدا پاکستان دی همدا ددوی اسلام دی.

د پاکستان د جوړښت ادعا، د پاکستان د ژوند ادعا ټولې له يو بل سره ټکر لري، همدا ننی جهانګير خان چې ټوله ورځ فشحا خپروي، پښتون پخپلو فلمونو کې ټوپک شوقي نسل معرفي کوي، ټوپک د پښتون شان ګڼي هم د اسلام او پښتونولۍ ادعا کوي.

جهانګير خان هغه پښتون چې هر ظالم یې ورباندې زده کوي خپل بمونه ورباندې تجربه کوي، د ټوپک مينه والي معرفي کوي خو هغه پنجابي ته بيا هېڅ نه وايي چې همدې پښتون ته یې ټوپک په لاس کې ورکړي او خپله غېږه يې ورته پرانيستې او د پښتون وژنې لارې چارې ورښيي.

د پاکستان ټولې ادعاوې همداسې دي، جوړښت یې د مسلمانانو د وېش، نفاق او نفرت سبب شو دوی وايی چې نه موږ د اسلام سنګر یو، د هر کافر، چين او امريکا په څنګ کې ولاړ وی، د مسلمان په ضد ددوی سره لاس يو کوي، ددې هرڅه سره سره ځان ورته د مسلمانانو مرسته کوونکی ښکاري.

پاکستان د جهانګير د رشخندۍ او فحشا له فلم څخه بل هېڅ نه دی او دا ناکام فلم به هرومرو پای به مومي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance