The news is by your side.

د نړۍ لس پخواني ښارونه

خبریال ویبپاڼه/ د دې راپور پر مټ غواړو تاسو درنو لوستونکو ته د نړۍ پخواني ښارونه د انځورو سره یوځای تاسو ته معرفي کړو چې د مصر له لوکسو ښار څخه پیل د یونان اتن او د یران تر شوش ښاره به يې تاسو ته یو په یو در وپیژنو

لومړی

د جریشو فلسطین ښار

دا ښار چې تاریخچه يې له میلاد څخه ۵۰۰۰ کاله وړاندې رسیږي د اسیا منځني ختیځ کې  له پامه وتلی پاتي سوی وو، او داسې باورونه موجود دي چې دا ښار د نړۍ تر ټولو پخوانی قدیمي ښار دی دغه ښار یو ځل تخریب سوی او بیرته له سره جوړ سوی دی یعنی د دې ښار وګړو یوځل دا ښار پرېښود او ۱۰۰۰ کاله وروسته دغه ښار ته بیرته خلک ورغلل میشت سول او جوړ يې کړ

دویم

د یونان ارګوش ښار

د دې ښار تاریخي لړۍ هم تر میلاد ۵۰۰۰ کاله وړاندې ته رسیږي ارګوس د نړۍ یو له پخوانیو ښارونو څخه دی او دا یو ښاري سلطنت هم ګڼل سوی دی، ویل کیږي چې دې ښار ډیر زیات ساتوونکي درلودل چې جنګیدل به او خپل ښار څخه به یې ساتنه کوله، له همدې امله دا ښار په لنډ وخت يه یوه ستر قدرت تدبیل سو، دا ښار د یونان برخه وه، اوس هم ډیر زیات کسان له دې ښار څخه لیدنه کوي

دریم

بیبلوس د لبنان ښار

د دې ښار په هکله هم عجب حقایق موجودي او ویل کیږي چې تاریخي قدامت يې ان تر میلاد ۵۰۰۰ کاله اوړي بیبلوس یا اوسنی نوم يې جیبیل ښار چې لبنان کې موقعیت لري د نړۍ په تاریخي ښارونو کې دریم ځای لري د غه ښار د لبنان بیروت ته په ۴۰ کیلومتري کې موقعیت لري او ۷۰۰۰ کاله وړاندې يې هم اوسیدونکي درلودل د مالومات له مخې چې په ۱۹۸۴ کال کې دغه ښار د یونسکو له لوري د تاریخي میراثونو په کتار کې ثبت سوی هم دی

څلورم

د یونان اتن ښار

دغه ښار چې اوس مهال د یونان پلازمنیه هم ده تاریخي قدامت يې تر میلاد ۴۰۰۰ کاله وړاندې ته رسیږي اتن د غربي تمدن او دیمکراسۍ مرکز هم حسابل کیږي او تقریبا ۱۰۰۰ کاله وړاندې انسانانو په دې ښار کې ژوند کاوه د اتن ښار طلايي تاریخي قدامت لري او لویو پوهانو افلاطون او ارسطو هم په دې ښار کې ژوند کړی

پنځم

د سوس ایرانی ښار

د دې ښار تاریخي قدامت تر میلاد وړاندې ۴۲۰۰ کلونو ته رسیږي د سوس ښار له میلاد څخه وړاندې یوه کوچنۍ سیمه وه چې ۴۲۰۰ کاله وړاندې په یوه لوی مسیحي ښار بدل سو، هغه مهال دا ښار په سوداګریزه کچه خورا مهم ګڼل کیده او نږدې د زګروز غرونو په مرکز کې يې موقعیت درلود، ایراني وګړو په بیلابیلو وختونو کې د بیلابیلو فرهنګونو په مټ په دې ښار کې ژوند کړی دی دغه ښار هم د یونسکو له لوري په ثبت رسیدلی دی

شپږم

د ترکیې د ګازیان ټپ ښار

د دغه ښار تاریخي سلسله هم تر میلاد شاوخوا ۳۶۵۰ کلونه وړاندې ته رسیږي دغه ښار په جنوبي ترکیې سوريې هېواد ته نژدې موقیعت لري ، په دې ښار کې ۳۶۵۰ کلونه وړاندې اوسیدونکو ژوند کاوه دا ښار خورا غني تاریخ لري او د نړۍ ځینې لوی موزیمونه هم پدې ښار کې موقعیت لري.

اوم

د مصر لوکسر ښار

لوکسر یو له پخوانیو ښارونو څخه دی چې په مصر کې موقعیت لري، د دې ښار تاریخي شالیډ د طبس ښار ته ګرځي، په دې ښار کې سوداګریز فعالیتونه په تیرو کې ترسره کیدل، چې د مصر یو له بډایه ښارونو څخه شمېرل کیدی په دې ښار کې یو شمېر تاریخي ودانۍ هم شتون لري

اتم

د ایران ری ښار

دغه ښار د نړۍ د پخوانیو ښارونو پر نمبر اتم کې راغلی د ایران دغه ښار تهران پوري اړه درلوده او داسې ګمان کیږي چې اته زره کاله وړاندې به انسانانو په دې ښار کې ژوند کړی وي د دې ښار تاریخي قدامت تر میلاد ۳۰۰۰ کاله وړاندې لړۍ ده دغه ښار له ډیرو تاریخي وافعتونو ډک دی، دغه ښار په بیلابیلو وختونو او دورو کې ویجاړ سوی هم دی او ۶۴۱ کاله وړاندې د عربو له لوري محاصره او او  یوځل مغولو وړاندې کړی هم دی

نهم

د لبنان بیروت ښار

د لبنان د بیروت ښار د تاریخي  لړۍ پېر تر میلاد وړاندې ۳۰۰۰ کلونو ته رسیږي د لبنان بیروت د فرهنګي او  اقتصادي مرکزونو څخه هم شمېرل کیږي او د لبنان هېواد پلازمینه همده او د نړۍ له ډیرو پخوانیو ښارونو څخه شمېرل کیږي د دې ښار تاریخي لړۍ ۵۰۰۰ کلونو وړاندې ته ګرځۍ دغه ښآر بیلابیلو برخو کې غني تاریخ لري څو زره کاله وړاندې په دې ښار کې مصري توری حروف قانون ګذاري سوي وو، چې د حقوقو او قانونو په برخه کې غوره ښوونیز مرکزونه هم پکښي جوړ سوي وو.

لسم

د سوریې داماسکوس ښار

د دې ښار په هکله هم ویل سوي چې تاریخي قدامت يې تر میلاد ۳۰۰۰ کاله وړاندې ته رسیږي دا ماسکوس ښار د نړۍ له پخوانیو ښارونو څخه شمېرل کیږي دا ښار ډیری مختلف تاریخونه لري او په تیرو وختونو کې د نړۍ د نورو ښارونو په مینځ کې یو مهم ښرا هم ګڼل کیده، ارمانیانو یو وخت په دې ښار کې د کانال یوه شبکه هم تاسس کړه، دې ښار مدیترانې سمندرګي ته لاره درلوده ځکه نو له مهمو اقتصادي ښارونو څخه هم شمېرل کیده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.