The news is by your side.

روان کال هرات کې د شاتو حاصلات ۲۰۰ ټنه ته رسېدلي

خبریال وېبپاڼه/ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په هرات ولایت کې د شاتو حاصلات ۲۰۰ ټنه ته رسېدلي دي.

د یاد وزارت په خبره، په هرات کې د شاتو ۵۹۳ فارمونه فعالیت لري او کال تر بلې دغه فارمونه زیاتېږي.

د معلوماتو له مخې، د یاد ولایت په ښار او انجیل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوریان، ادرسکن، پښتون زرغون، اوبې، چشت شریف، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې تر نورو ډېر شات تولید شوي دي.

د کرهڼې مسوولینو په وینا، هرات کې دوه ډوله شات شته چې یو غرني بولي او بل یې د فارمونو هغو دي، غرني شات غوره کیفیت لري چې په کورنیو بازارونو کې د یوه کیلو بیه له ۷۰۰ تر زرو افغانیو پورې ده.

بل خوا مسوولین وايي، چې سږکال په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي دي، چې د تېر کال په پرتله پکې زیاتوالی راغلی دی.

دوی د شاتو د مچیو د روزنې کیفیت او د ظرفیتونو لوړوالی هغه لامولونه یادوي چې له مخې یې په سږني کال کې د تولیداتو کچه لوړه شوې ده.

د ننگرهار د کرنې ریاست چارواکو ويلي، چې په دې ولایت کې شاوخوا ۶۰۰ لوی او کوچني فارمونه شته، چې پکې لږ تر لږه د شاتو مچیو ۴۰ زره کورنۍ  تر روزنې لاندې دي.

د هېواد په غرنیو سیمو لکه ننګرهار، پکتیا، بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشېر، پروان، کاپیسا، غزني او هرات ولایتونو کې ښه شات تولیدیږي، خو په ننګرهار کې د شاتو تولیدوونکي د خپلو تولیداتو  د ښه والي په موخه په اوړي کې د بېرې شاتو د جوړولو په موخه پېښور او نورو پېښور ته څېرمو سیمو ته ځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.