د جمهوریت او اسلام اصلي دښمنان څوک دي؟

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې خلک د «اسلام او جمهوریت» د ایډیالوژیو فکري قرباني کېږي؛ یو یې سیاسي او نظامي اړخ دی، دا چې په سیاسي او نظامي ډګر کې څومره کسان له یادو ایډیالوژیو قرباني شوي یا یې په ناخبري کې ځانونه قرباني کړي، ډېر اوږد بحث دی او په اصطلاح ډېره ستره بیه پکې پرې شوې ده.

د انسان فردي ازادي

هر انسان ځانته یوه فکره لار لري، په هغې تګ کوي، غواړي خپلو موخو ته ورسېږي، خپل فکر بیان کړي، په دې لړ کې به حتمي له فکري مخالفتونو سره مخ کېږي، رټل کېږي او نیوکه به پر کېږي، برعکس دی هم غواړي چې په نورو فکري لارو نیوکه وکړي او د هغوی خلاف خپل نظر څرګند کړی، ځکه دا یې د اسلام او جمهوریت یا دیموکراسي له نګاه مسلم حق دی او بشپړه یا ځینې مواردو کې مقیده فردي ازادي لري.

افغانستان کې فردي ازادي ته درناوی نه کېږي

له بده مرغه په افغانستان کې تر ننه نه د اسلام ټېکه دارانو (طالبانو) او نه د جمهوریت یا ولسواکۍ پالوونکو (ارګ مېشتو) فردي ازادي ته احترام کړی دی، هر چا که د دوی په خلاف غږ اوچت کړی او یا یې نیوکه پر کړې، له توند غبرګون سره مخ شوی، تر دې پورې چې د ټوپک په ژبه ځواب ورکول شوی دی.

ارګ څه کوي؟

ارګ مېشتي چې په ظاهره ځانونه د جمهوریت او د بیان ازادي پالوونکي بولي، د هغو اعوامو د رټلو او سپکولو لپاره یې فیسبوکي ټیمونه یې جوړ کړي، چې پر حکومت او یا د حکومت په خاینو وزیرانو، والیانو او نورو چارواکیو نیوکې کوي. امنیت شورا، ملي امیت، چارو ادارې، خپله ارګ، بهرنیو چارو وزارت او یو شمېر نورو ادارې او چارواکې ځانته فیسبوکي ټیونه لري، هره میاشت پیسې ورکوي او په بدل کې یې هغه خلک ښکنځل کېږي، چې پر حکومت یا د حکومت پر وزیرانو او والیانو باندې نیوکه کوي.

 دوی پر حکومت او خاینو چارواکو انتقاد کوونکو ته د جمهوریت د دښمنانو په سترګه ګوري؛ د جمهوریت اصلی دښمنان یې بولي، ځکه دوی اوسنی حکومت له جمهوریت یا ولسواکي سره تړلی او یو جامع نظام بولي، په داسې حال کې چې د نظام او حکومت ترمنځ فرق دی.

طالب څه کوي؟

  په قطر کې د دین د ټېکه دارانو په نوم د یوې ډلې مشران ناست دي. دوی، چې ځینې مشران یې همالته، لویه برخه یې په پاکستان کې دي او یو شمېر یې پاکستان سره تعلق لري، ځانونه د اسلام مدافعین، دعوتګر او د پیغمبر وارثین بولي. دوی بیا هلته خپل ټیمونه جوړ کړي دي او پر خلکو د مسلمان او نامسلمان ټاپې وهي؛ د وطن د غدارانو په سترګه ورته ګوري او هغه خلک هدف ګرځوي، چې د طالب پر کړنو باندې نیوکه کوي؛ طالب پاکستان بولي، یا ځانمرګي بریدونه او د بې ګناه خلکو وژنه حرامه وګڼي او یا د مور وطن ورانول خیانت او غدر وبولي.

قرباني عام ولس ورکوي

د دې هر څه زیان یوازې عام افغانان او په اصطلاح هغه کسان ویني چې د طالب پر ناروا کړنو او د حکومتي چارواکو پر خیانتونو نیوکې کوي، ځکه طالب د اسلام له نظره فردي ازادي ته احترام نه لري، انتقاد نه شي زغملای، خلک خپل فکر او بیان ته نه پرېږدي او حکومت د بیان ازادي ته، چې ځان یې پالونکی هم بولي، درناوی نه لري. تر دې پورې شواهد موجود دي، چې د حکومتي چارواکو او طالبانو لخوا هغه کسان په نښه او وژل شوي چې پر دوی نیوکې کوي، په ټولنیزو رسنیو کې سپکول او رټل خو یې عادي خبره ده چې هره ورځ ګڼې رسنۍ او خلک ورسره مخ کېږي.

حل‌لار څه ده؟

نو ملت ته په کار ده چې همدې سلسلې ته زور ورکړي، د طالب ناروا کړنې او د حکومتي چارواکو خیانتونه بربنډ کړي، توندې نیوکې پر وکړي، ځان له یرغمل شوي حالته راوباسي، تر څو یوه داسې درېیمه ډله پیدا شي، چې ملت وژغوري؛ ځکه د ملت ژغورنه لازمي ده، فرض ده، د قلم پر خاوندانو لازمه ده چې د دې دواړو ډلو (اشرف غني او برادر غني) له شره نور دا کړېدلی ملت خلاص کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More