The news is by your side.

امریکا وايي، که سوله وشي، ۲۵ میلیونه افغانانو ته برېښنا برابروو

خبریال وېبپاڼه/ امریکا وايي، په افغانستان کې ټول پرمختګونه له سولې سره تړلي او د سولې له ټینګښت سره به ځینې پرمختګونه چې اوس ورو دي، چټک کړل شي.

په کابل کې د امریکا سفارت د برېښنا په اړه د کابل ښاریانو تر شکایتونو وروسته ویلي، افغان جګړې ډېری برخو کې د پرمختګونو مخه نیولې، چې د سولې په ټینګېدو سره به دا ستونزې په بشپړه توګه اواره شي.

دوی زیاته کړې، په راتلوونکو  څلورو کلونو کې به څه باندې ۲۵ میلیونه افغانانو ته برېښنا برابره کړي او په وینا یې، دغه راتلونکې د افغانستان لپاره د سولې له لارې ممکنه ده.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو شمېرل کېږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نورمال ډول برېښنا نه لري.

امریکا وروسته له هغه افغانانو ته د برېښنا برابرولو ژمنه کوي، چې کابل ښاریانو وویل چې حکومت په وار وار ورسره د ۲۴ ساعته برېښنا ژمنه کړې ده خو د کلونو په تېرېدو لا هم په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۹ ساعته برېښنا ورکول کېږی.

جګړې، ناامني، باج اخیستل، د برېښنا مسوولینو پراخ فساد او ګڼې نورې ستونزې په افغانستان کې د برېښنا د نشتون یا پارچاوي عمده ستونزې بلل کېږي.

که څه هم حکومت وار وار ژمنه کړې چې دغه ستونزې به حلوي، خو د اداري فساد او روانو جګړو له امله نه دی توانېدلی چې دغې ستونزې ته رسیدګي وکړي.

 افغانستان له تاجکستان سره د برېښنا په برخه کې یو ستره پروژه د کاسا زر په نوم لري، چې له مخې یې قرغیزستان او تاجکستان ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته لېږدوي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوس مهال یې یوازې ۷۵۰ میګاواټه لري.

په همدې حال کې کابل په ژمې او وړي کې ۷۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې ۴۵۰ میګاواټه یې تامین شوې.

افغانان هیله لري چې د سولې له تامین سره سم به د ګڼو نورو برخو ترڅنګ د برېښنا ستونزه هم حل شي او سلګونه تړلې فابریکې به بېرته فعالیت پیل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.