The news is by your side.

د غني دربار دې نور له پښتو ژبې سره دښمني پرېږدي

خبریال وېبپاڼه/ پښتو او دري د افغانستان دوې رسمي ژبې دي، چې د اساسي قانون پر بنسټ هر څوک په ځانګړي ډول دولتي مامورین دواړه ژبې زده او لیکل او لوستل پرې وکړای شي، خو د اشرف غني د لومړۍ دورې له پیله تر اوسه په ښکاره له پښتو ژبې سره تعصب کېږي او په رسمیاتو کې د دواړو ژبو انډول نه دی ساتل شوی.

 له ډېر وخت راهيسې دا خبره کېږي چې په دولتي ادارو کې پښتو ژبې ته ځای نه ورکول کېږي او ان په ليکلې بڼه خو لا پرېږده، په دولتي ادارو کې څوک له مراجعینو سره په پښتو ژبه خبرې هم نه کوي، حال دا چې د افغانستان ډېر شمېر نفوس پښتانه دي او ډېری يې او له کلیوالي سیمو د خپلو کارونو لپاره راځي.

دغې چارې نه یوازې کابل کې مېشت پښتانه له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، بلکې هڅه شوې ده، چې خلک د ژبې په لحاظ بيل کړي او د يو بل پر ضد يې کړي؛ دا بدبیني د دې لامل شوې چې د ټولنیزو ژوند ترڅنګ په رسمیاتو کې هم هغو دولتي ادارو کې چې دري ژبي پکې کار کوي، د پښتنو کارونه له ځنډ او خند سره مخامخ کړي.

 یوازې ارګ نه دی، چې له پښتو سره توپیري چلند کوي، بلکې وزارتونه، خپلواکې ادارې او اکثره ولایتونه هم له پښتو سره دا کرکه پالي؛ خبري اعلامیې، مکتوب، وړاندیز، مهالني راپورونه او نور ټولو مواد د دې پر ځای چې په دواړو رسمي ژبو ولیکي، دوی یې یوازې په دري ژبو لیکي.

له مرکز څخه ولایتونو ته ټولو مکتوبونه او نور اړوند اسناد هم په دري ژبه لیکلي لېږل کېږي، چې په پښتنو ولایتونو، لکه کندهار، هلمند، ارزګان، پکتیا، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې هلته مامورین بیا له سختو ستونزو سره مخ وي، اما مجبور وي چې په ګوډه او ماته ژبه یې ورځواب کړي.

د دې هر څه ترڅنګ په یو څه سترګې نه پټېږي، چې کله کله یو شمېر دولتي ادارې د دري ژبې ترڅنګ خپلې خبري اعلامیې په پښتو هم لیکي، خو هغه بیا داسې پښتو وي، چې نه یې ګرام سم وي او نه املا، ځکه هلته داسې مسلکي کسان نشته چې د ګرام، املا او انشا په اصولو برابره پښتو ولیکي، دوی دري متن په ګوګل کې پښتو ته ژباړي او بیا یې خپروي، چې دغې چارې اکثره وخت پښتانه ادیبان او ژبپوهان هم غوسه کړي او وایي چې د ژبنیو او ګرامري اصولو مراعت ته پام نه کېږي.

که چیرې د غني دربار د پښتو او دري ژبو ترمنځ د تعصب له منځه وړلو او د دواړو ژبو ترمنځ توازن ساتلو ته پاملرنه ونه کړي، پښتانه مجبور دي چې پراخ مدني، فرهنګي حرکتونه پیل کړي، ځکه غني او درباریان یې د پښتو ژبې څرګند سپکاوی کوي، د هغې په وړاندې یو څرګند تبعيضي چلند پرمخ بیايي، د دې ژبې ویونکو ته سپکاوی کېږي؛ بې فرهنګه غني نادان کسان اجیر کړي او نه پوهیږي چې پښتو په افغانستان کې کوم موقف باید ولري او د ژبو ترمنځ انډول څنګه وساتل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.