The news is by your side.

ملي امنیت لغمان کې ۱۴۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیولي

خبریال وېبپاڼه/ چارواکي وايي، لغمان کې ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴۵۰ کیلو ګرامه چاودې دونکي توکي له یوه تن سره یوځای نیولي دي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل رسنیو ته د خبرو پر مهال ویلي، دغه توکي تېره شپه د لغمان ملي امنیت ځواکونو له ملي پولیسو، ملي اردو او نورو ځواکونو سره یوځای د کابل ـــ جلال اباد په لویه لاره  مشعلې کمر ته څېرمه نیولي دي.

یارمل زیاته کړې، نیول شوي ۱۴۵۰ کیلو ګرامه امونیم نایتریت، چې په یوه فلانکوچ ډوله موټر کې ۵۸ بوریو کې بار وو، په موټر بم او نورو چاودې دونکو توکو کې ترې استفاده کېده.

والي وايي، د چاودې دونکو توکو په تړاو نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او د لا زیاتې څېړنې په موخه په ملي امنیت ریاست کې تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دی.

هغه دغه راز ویلي، چې په تېرو دوه اونیو کې د لغمان ملي امنیت منسوبینو او ځواکونو د بېلا بېلو عملیاتو پرمهال په دې ولایت کې د یوه ځانمرګي بریدګر په شمول ۲۷ کسان چې د ګڼو تخریبي، ترهګریزو او نورو پېښو کې ښکیل و، لاس په لاس نیولي دي.

د نوموړي په خبره، دغه راز ۱۹ کړۍ بېلا بېل ډوله ماینونه کشف او خنثی، ۴ تنه طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شوي او ۷ دولتي مامورین چې نظامیان هم پکې دي د طالبانو له منګولو را ژغورل شوي.

چارواکي وايي، چې په دې وروستیو لغمان کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د ګڼو ترهګریزو او تخریبي کڼو مخنیوی ترسره کړی او په تړاو یې لسګونه تنه د قانون منګولو ته سپارل شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.