The news is by your side.

تېر ځل میلیوني فساد؛ افغانستان کې کرونا سره د مبارزې لپاره تازه مرسته کېږي

خبریال وېبپاڼه/ مالیې وزارت وايي، د اسیا پراختیایي بانک له کرونا وبا سره د اغېزمنې مبارزې په موخه د افغانستان لپاره سل میلیونه امریکایي ډالر تصویب کړي دي.

 یاد وزارت زیاتوي، دغه پیسې به له کرونا ویروس سره د مبارزې او د هغه منفي اغېزو، د ټولنیز خوندیتوب ښه والي، د افغانستان د روغتیایي سیستم پیاوړي کولو، کار موندنې، ښې حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، د پراخ اقتصاد د ثبات او یو شمېر نورو مهمو برخو کې ولګول شي.

کرونا سره د مبارزې په برخه کې میلیوني فساد

د اسیا پراختیايي بانک په داسې حال کې افغانستان سره کرونا ویروس لپاره د اغېزمنې مبارزې په خاطر مرسته کوي، چې دې ویروس سره د مبارزې په تېره بودجه کې میلیونونه افغانۍ حیف و میل شوې.

 ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ویروس پر مهال د بودجو د حیف‌ و میل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د پلټنې ادارې ته دنده وسپارله چې د کرونا په برخه کې د ټولو مسؤلو ادارو او چارواکو د لګښتونو پلټڼې وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د پلټنې ادارې ویلي وو، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په بودجه کې د پراخ فساد د موجودیت له امله‌ يې د افغان حکومت ۴۴ پخواني او اوسني چارواکي لویې څارنوالۍ ته د پلټنو په هدف معرفي کړي دي.

دې ادارې زیاته کړې وه، چې په پنځو ولایتونو بدخشان، کندهار، نورستان، میدان وردک او هرات کې د دوی د څېړنو موندنې ښيي چې د کرونا په بودجه کې لسګونه میلیونه افغانۍ فساد شوی دی.

د اسیا پراختیايي بانک لخوا د تازه تصویب شوې بودجې په اړه هم اندېښنه موجوده ده چې د کرونا وبا د دوهمې څپې د کنټرول پر ځای به د چارواکیو جیبونو ته لاړې شي، ځکه تېر ځل پراخ فساد په اوسنۍ بودجه کې د درغلي په اړه شک په یقین بدلوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.