The news is by your side.

طالبان؛ فشار ډېر زيات دی نن خبرې پيلوو

خبريال وېبپاڼه/ په بين الافغاني خبرو کې د ډير زيات ځنډ وروسته د امریکا د حکومت او نړیوالو حوصله پای ته رسیدلې ښکاري، طالبان وايي د بهرنیانو فشار ورباندې ډېر زيات دی، دوی به همدا نن شپه خبرې پيل کړي.

طالب سرچینې وايي چې د امريکا او نورو بهرنیانو له اړخه په دواړو غاړو فشار له حده زیات دی او دوی به همدا نن شپه د حکومت له ټیم سره په اجنډا خبرې پیلوي او د خبرو پرمختګ ته به ژمن وي.

د سولې په خبرو پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تراوسه پورې دواړو غاړو يو په بل تورونه لګول، حکومت خو ان پرون ویل چې د سولې په خبرو کې لویه ستونزه رامنځته شوې، پرون د ولسمشر غني لومړی مرستيال امرالله صالح وويل چې د سولې په خبرو کې لوی خنډ رامنځته شوی دی.

خو اوس حکومت هم دا ومنله چې په دوحه کې به همدانن خبرې پيلوي او د طالبانو سره به همغه خبره مني، د طالبانو او امريکا توافق به د سولې د خبرو بنسټ وي.

طالبانو هم منلې ده چې د نړيوالو فشار ډېر زيات دی او دوی تيار دی چې همدا نن د حکومت له استازو سره خبرې پيل کړي او په مهمو چارو بحث وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance