The news is by your side.

طالبان دې د نورو عامه تاسیساتو ورانونکي هم ونیسي

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ په دې وروستیو کې د سولې خبرو سره هم‌مهاله د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سړکونو، پلونو، ښوونځیو، روغتونونو، لویو لارو او یو شمېر نورو عامه‌ شتمنیو د نړولو، تخریبولو او لوټولو لړۍ پيل شوې ده، چې اکثره دا ډول پېښې د طالبانو په سیمو کې ترسره کېږي یا داسې سیمو کې کېږي، چې هلته د دولت او قانون حاکمیت کمزوری وي.

د کابل ـ کندهار پر لویه لار د شخصي ټانکرانو تېل په ځمکه تویول، په هلمند کې د برېښنا سبستېشن چور کول، د ارزګان په دهراوود کې د دارالمعلیمن لوټول، میدان وردګ کې د ملي اردو بېس چور کول، په غور کې د روغتون او پُل ویجاړول، د کندهار په میانشین، ارغستان او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د عمومي سړک تخریبول، په میوند کې د ښوونځي نړول او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د عامه‌المنفعه تاسیساتو له منځه وړل د دغه ډول وحشتونو عمده بېلګې دي.

څوک دا کار کوي؟

په افغانستان کې د عامه شتمنیو لوټول او نړول څه نوې خبره نه ده، دا ډول پېښې پخوا هم کېدې، چې د ښوونځیو سوځول او د پلونو نړول یې عمده بېلګې دي، چې مسوولیت به یې طالب واخیسته او یا به نورو شخصي کړیو دا کار کړی وو، خو د دې تازه پېښو عاملین تر نه دي په ګوته شوي، طالبان یې په حکومت پړه اچوي او حکومت یې بیا د طالبان کار بولي، ولس بېچاره بیا حیران پاتې دی، چې ولې داسې ورسره کېږي، تر کله به یې ښوونځی، پل، پلچک، روغتون او لویې لارې نړېږي او د ژوند حق به ترې اخیستل کېږي.

حکومت د خپل تسلط او طالب د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د دې ډول پېښو د عاملینو د په ګوته کولو او نیولو په تړاو په هیڅ صورت باید چپ پاتې نه شي، ځکه دا پېښې یا طالب کوي، یا حکومت. که دوی وايي چې موږ دا کار نه کوو، بیا نو ولې نه توانېږي، چې د دې پېښو عاملین ونیسي، یوه پېښه نه ده، په لسګونه دا ډول پېښې رامنځته کېږي او نوم ورباندې کېښودل شي، چې نامعلومو کسانو دا کار کړی دی.

اوس تازه طالبانو هغه ویډیو خپره کړې ده چې د اروزګان د دهراود ولسوالۍ د دارالمعلمين لوټونکي کسان یې نیولي او په خپل جرم اعتراف کوي، که رښتیا همداسې وي، دا یو ښه اقدام دی او حداقل نورو ته به یو درس شي، چې بیا عامه شتمنۍ لوټ نه کړي، خو پوښتنه دا ده چې طالب تر دې مخکې ولې د عامه تاسیساتو د نړولو او عامه شتمنیو د لوټولو عاملین نه نیول، په داسې حال کې چې مسوولیت یې هم دې ډلې نه اخیسته، حکومت هم نه منله چې دا کار دوی کړی، نو درېیم کس خو باید معلوم شي چې څوک دا کار کوي، که حکومت او طالب درېیم کس نه شي معلومولی، بیا خو دې د خپل تسلط درواغجنې دعوې هم نه کوي.

څه کول په کار دي؟

که طالب رښتیا د اروزګان د دارالمعلمین لوټونکي نیولي وي، پکار ده چې دغې لړۍ ته ادامه ورکړي او ټول هغه کسان ونیسي، چې د دوی تر تسلط لاندې یې عامه شتمنۍ او عامه تاسیسات لوټ کړي او چور کړي دي، د شاه ولیکوټ د سړک، د غور د کلینیک او پل، د فاریاب د عمومي پل، د میانشین د پلچک، د میوند د ښوونځي، د ارغستان د سړک عاملین هم باید په ګوته کړل شي، ځکه د طالب په سیمه کې شوي، خو مسوولیت یې طالب نه دی منلی.

حکومت ته هم پکار ده، چې نور د عام ولس پر ستوني پښه کېنږدي او حداقل تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د عامه شتمنیو او عامه تاسیساتو ساتنه وکړي او د دا ډول پېښو عاملین په ګوته او مجازات کړي، هغه حتی که د حکومت دننه کړۍ وي.

ځکه که د هیواد په لر او بر کې تر بیلابیلو تورونو او عنوانونو لاندې د ولسي خلکو د دوکانونو، ښوونځیو، پلونو، پلچکونو، سړکونو او کلینکونو د تخریب عملیه ونه درول شي، نو دا به د افغانستان د غریب ولس ستونزې نورې هم زیاتې او د سترو ولسي غمیزو لامل به وګرځي. بیا افغانان مجبور دي چې طالب له قطر او غني له ارګه وشړي او داسې یو چاته واک وسپاري چې حداقل عامه شتمنۍ خو وساتي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.