په لومړي ځل د رېل پټلۍ له لارې ایران سره صادرات او واردات پيل شول

خبریال وېبپاڼه/ له ایرانه د هرات – خواف رېل پټلۍ له لارې د اریراني توکو لومړنۍ جوپه هرات ته راورسېده او په دې سره لس کاله وروسته ایران سره د رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږدل پیل شو.

د هرات مسوولین وايي، د لومړي ځل لپاره له دې لارې په لومړنۍ ازمایښتي جوپه  کې له ایرانه ۵۰۰ ټنه سمنټ راانتقال شول.

د دوی په وینا، د دې پټلۍ له رسمي پرانیستو سره به د اقتصادي، ترانزیټي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د حمل ‌و نقل نوی باب پرانیستل شي.

بل خوا ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په راتلونکو ۱۰ ورځو کې به په رسمي ډول د اورګاډي دا لار د افغانستان او ایران ولسمشران پرانیزي.

 د هرات – خواف د پټلۍ پروژه، چې ۲۵۵ کيومتره اوږدوالی لري، څلور برخې لري؛ اوله برخه یې له خواف د ایران تر سنګان، دویمه برخه یې له سنګان تر چا سرخ پولې پورې ده چې دواړه برخې ۷۶ کیلومتره کېږي.

افغان چارواکي وايي، د ایران یا د دغه هېواد له لارې د وارداتي توکو کلنی ارزښت درې میلیارد ډالرو ته رسېږي او د دې پروژې پرانیستو سره به دا اندازه نوره هم ډېره شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۰ کاله وروسته د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ رسمي پرانیستلو سره پیل شوی.

د افغان پټلۍ اداره وايي، افغانستان دا مهال له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، اوکراین او چین پټلیو سره نښلول شوی او د هرات – خواف پټلۍ پرانیستې سره به ډېر ژر د ایران، ترکیې او اروپا پټلۍ سره هم ونښلول شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More