په لوګر کې دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
خبریال وېبپاڼه/ د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت په محمداغې او بره کي برک ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو دوه جوړ شوي ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د پوهنې ریاست خبریال وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، یاد ښوونځي د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې د اقراء پروګرام لخوا په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.
د خبرپاڼه له مخې، په جوړ شویو ښوونځیو کې؛ په محمدآغې ولسوالۍ کې د حاجیانو او په بره کي برک ولسوالۍ کې؛ د دستګیر کوچي په نومونو لومړني ښوونځي شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي، هر ښوونځی ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه او ۳ تشنابونه لري، چې په یوه ښوونځي کې په یوه وخت کې ۳۰۰ زده کوونکي زده کړې کولای شي.
د چارواکو په خبره، په نوموړو ښوونځیو کې د ۲۲۰ نجونو په ګډون ۴۵۰ زده کوونکي زده کړې کوي او په خبره یې، مخکې یې د ودانۍ په برخه کې ستونزې لرلې، خو د دغو ودانیو په جوړېدو سره یې ستونزې هوارې شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي خبر ورکوي، چې په دې ولايت کې له دې مخکې هم د اقراء پروګرام له لارې ځینې جوړ شوي ښوونځي ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او یو شمېر نور به هم ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
لوګر پلازمینې کابل ته په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت ولایت دی چې وخت ناوخته د جګړو او ناامنیو راپورونه ترې ورکول کېږي او د ناامنیو له امله لا هم یو شمېر ښوونځي پکې د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.