The news is by your side.

د ارزګان چارواکي: د خالي بستونو په ډکېدو به د بېکارۍ کچه ټیټه شي

خبریال وېبپاڼه/ د ارزګان چارواکي وايي، په دې ولایت کې د دولتي بستونو په ډکېدو به د بېکارۍ کچه ټیټه او سلګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

نن په یاد ولایت کې د څه باندې ۱۹۰۰ کسانو څخه د خالي دولتي  بستونو لپاره د کانکور ازموينه واخیستل شوه.

د یاد ولایت والي محمد عمر شېرزاد ویلي، د دې کسانو شمېر چې ۱۹۲۳ تنو ته رسېده، د پنځم، شپږم ۶۶۶ خالي بستونو د ډکولو په موخه ترې دا ازموینه واخیستل شوه، چې تر برياليتوب وروسته به خالي بستونه ډک شي.

 هغه تمه ښودلې، چې د یادو بستونو په ډکېدو سره به د بېکارۍ کچه ټیټه او خلکو ته به د کار پراخه زمینه برابره شي.

ښاغلي شېراد له ګډون کوونکو غوښتنه کړې، چې تر برياليتوب وروسته دې خپلو دندو ته ژمن اوسي او داسې نیت دې هم ولري چې خلکو ته به په صداقت خدمت کوي.

په ورخت مهال د دغه ولايت د لوړو زده کړو د موسسو مسوولين بیا غوښتنه کوي د خالي بستونو د ډکولو د دغه ډول ازموينې پروسه دې چټکه شي.

خلک په دې ازموینه خوښ دي، خو د پروسې پر شفافیت ټینګار کوي او زیاتوي چې د وړتیا پر اساس باید کسان وګمارل شي.

تر دې وړاندې په ارزګان کې د پنځم او شپږم بستونو دغه ډول ازموينه په ۱۳۹۶ کال کې اخېستل شوې وه او د مسؤلينو په خبره چې په اوسنۍ ازموينه کې پنځم او شپږم هغه بستونه هم شامل نه دي، کوم چې دولتي ادارو ته په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې ورکول شوي دي.

که څه هم چارواکو ډاډ ورکړی چې د دولتي بستونو په ډکېدو سره به د ارزګان په شمول ګڼو نورو ولایتونو کې د بېکارۍ کچه ټیټه شي، خو اداري فساد، د وړتیا پر ځای د اړیکو پر ځای ګمارنې او د پیسو په بدل کې د دولتي بستونو خرڅول هغه ستونزې دي چې ډېری استعداد لرونکي ځوانان یې په خپلو کورنو کې د بېکارۍ په ټغر کېنولي او ډېری بستونو کې هغه کسان ګمارل شوي چې پیسې یا واسطه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.