The news is by your side.

د افغانستان څخه د ټولو ځواکونو وتل د جوبایډن واک دی

د افغانستان څخه د بشپړو ځواکونو د وتلو تصميم جوبايډن نيسي

خبريال وېبپاڼه/ د امريکا د ګډو ځواکونو عمومي مشر جنرال مارک ميلي وايي د افغانستان څخه د ټولو امريکايي قواوو د وتلو واک د امريکا د راتلونکې ادارې سره دی، جنرال ميلي په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د امريکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بېړه غواړي د افغانستان څخه ټول امریکايي ځواکونه وباسي.

تمه ده تر يوې نيمې مياشتې پورې د امريکا د حکومت چارې نوي ولسمشر جوبایډن ته وسپارل شي، د بلې خوا د ټرمپ هڅه داده چې د جوبایډن تر لوړې مخکې د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

جوبایډن هم اختلاف نلري
تر ټاکنو وړاندې د امريکا بريالي ولسمشر جوبایډن هم د ډونالډ ټرمپ سره په دې خبره توافق درلود چې د افغانستان جګړه بايد پای ته ورسول شي او امریکايي سرتیري خپلو کورونو ته راوستل شي.

که څه هم افغان حکومت هم په دې پوهېږي خو بيا یې هم هيله شته ده چې کوندې جوبايډن د افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو په هکله يو ځل بیا فکر وکړي.

په اوس وخت کې د امریکا پرېکړه دداه چې ۲۵۰۰ عسکر دې موجود وي چې هغه به هم په لنډ وخت کې د افغانستان څخه خپل بېرته امريکا ته وغوښتل شي خو د افغان حکومت هيله داده چې دا ۲۵۰۰ عسکر په افغانستان کې پاتې شي.

افغان پوځ هم د جګړې د ګټلو نيت نه درلود
دا امريکايي لوړ پوړی چارواکی وايي چې په افغانستان کې ددوی شل کلن شتون ډېرې کمې لاسته رواړنې درلودې حال دا چې هلته یې لوی بدل ادا کړ، د امريکا دې لوړ پوړي چارواکي همدا راز ويلي دي چې د افغان حکومت نیت هم سم نه و، دده په خبره چې افغان حکومت په حقيقت ډېر ددې طرفدار نه و چې د طالبانو سره دې‌جګړه یو طرفه شي.

د طالبانو سره خبرې يوازنی لاره ده
د جنرال ميلي په وينا چې د طالبانو سره خبرې کيدی شی ډېر خلک خفه کړي ځکه دوی به وايي چې امريکا غوندې یو حکومت بايد د طالبانو سره خبرې نه وی کړې، ميلي زیاتوي چې د جګړې د ختمولو لپاره همدا یوازینی لاره وه، يوازې د خبرو له لارې کېدی سول د طالبانو سره روغه وشي او په افغانستان کې دا جګړه پای ته ورسول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.