The news is by your side.

کونړ کې پاکستاني ځانمرګي بریدګر ونیول شول

خبریال وېبپاڼه/ د کونړ چارواکي وايي، د ملي امنیت منسوبینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پنځو پاکستانیانو په ګډون اته تنه ځانمرګي بریدګر موخې ته تر رسېدو مخکې نیولي دي.

یاد نیول شوي ځانمرګي بریدګر نن چهارشنبه رسنیو ته وښودل شول.

د کونړ والي محمداقبال سعید رسنیو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، دغه کسان له ځانمرګیو واسکټونو، دوه عرادې موټرسایکلونو، چاودېدونکو او نشه یي توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې، امنیتي ځواکونه بیدار دي او د ښمن نه پرېږدي، چې هېوادوالو ته زیان ورسوي یا عامه امن او نظم تخریب کړي.

نوموړي په خلکو غږ کړی، چې د امنیتي ځواکونو سره د همکاریو په پراختیا د خپلو هېوادوالو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي او د ټولو هغو کسانو په اړه امنیتي ادارو سره معلومات شریک کړي چې د عامه امن او نظم د تخریب شک پرې کېږي.

د کونړ دیني عالمانو د خپلو خبرو پر مهال د دغسې ظالمانه او وحشیانه بریدونو طرحه او ترسره کول د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللي او له خلکو د امنیتي ځواکونو سره د همکاریو پراختیا غوښتنه کړې ده.

هغو د ملي امنیت ځواکونو څخه مننه کړې، چې په خپلو هڅو او زیارونو یې د بې ګناه خلکو د وینو تویدلو مخنیوی وکړ.

په افغانستان کې د پاکستاني ځانمرګیو بریدګرو نیول نوې خبره نه ده، تر دې پخوا هم سلګونه ځله دلته پاکستاني بریدګر نیول شوي، چې ډېری پېښو کې د پاکستان شناختي کارډونه هم ورسره نیول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.