له جومات نه ښوونځئ جوړول او درې وړاندیزونه
خبریال ویب پاڼه:هلته چې د پوهنې وزارت دا کار د ستايلو وړ دى ورسره ځينې داسې ټکي شته چې لا ژور غور غواړي؛
ښاغلى اتمر صېب دې خداى ژوندى لري ژوندى دې او پوښتنه ترې کولى شئ، هيله ده چې هېر به ترې نه وي.
مونږه دواړه د آزادۍ راډيو يوه بحث ته وربلل شوي وو هغوى د پوهنې د وزير په توګه او زه د لرو زده کړو د يوه کارپوه په ډول!
ماته د مرکې اوبحث کره نېټه نه ده ياده خو په هم هغه بحث کې اتمر صېب ته زما وړانديز داوو چې جومات تر ښوونځي مه ورولئ، ښوونځي تر جوماته بوځئ ځکه چې په مونږه کې خو جومات او د کلي حجره د مور تر غېږې وروسته د زده کړې لوى کورونه دي. له بلې خوا هلته چې ښه زده کړه د زده کوونکي، کتاب او ښوونکي سره د ښوونځي وداني هم غواړي نو دا د ښوونځي د ودانۍ د نشت ستونزه به تر ډېرې پورې اواره شي ځکه چې زمونږه هر کلى جومات لري خو هر کلى موښوونځى نه لري او د جومات وداني د ښوونځي د ودانۍ په توګه د کارېدلو سره، د پوهنې او زده کړې يو لوى خرڅ چې د ښوونځي د ودانۍ خرڅ دى تر لوېې کچې کمېږي. له بل لوري، د کلي د جومات ملا په ښوونکي بدلېږي او څرنګه چې اکثره کليوال ملايان ليک او لوست دواړه کولى شي نو ملا د ښوونکي دندې ته تر ډېرو نورو جوړه څېره ده خو د څو شرطونو سره :
يو داچې د جومات امام به د ښوونکي په توګه د نوي تدريس لنډ څو مياشتيني مسلکي کورسونه اخلي، چې د ښوونې او روزنې د نوو اصولو سره بلد شي.
بله دا چې دولت به ورته د يوه ښوونکي هومره مياشتينى معاش مني، دريمه دا چې د کلي وړې جينکۍ او هلکان به دواړه د”کلي جومات“ ښوونځي ته ورځي، يانې يواځې هلکان به ورته نه ورځي (چې دا کار تر اوسه هم په ډېرو کلو کې کيږي او وړې جينکۍ او واړه هلکان يوځاى جومات ته د ديني زده کړو د پاره ورځي).
د کلي له جوماته د ښوونځي د جوړولو بله لويه ګټه دا ده چې بيا به څوک ښوونځي نه سېځي ځکه چې جومات به ښوونځى وي او جومات د خداى کور دى چې هيڅ څوک ېې په هيڅ دليل او هيڅ نوم باندې نه شي سيځلې !
( هسې هم ښوونځي بل څوک نه سيځي، جنګ ېې سېځي نو تر څو چې جنګ وي ښوونځي به سوځي. او د پښتانه ښوونځي به سوځي)
د دې ترڅنګه دا هم په کار ده چې نه به په ښوونځيو کې وهل ټکول کيږي او نه په ”جومات ښوونځيو“ کې! ځکه چې د ماشوم وهل د ماشوم ځور او Child Abuse دى او دا له بده مرغه زمونږه په ښوونځيو او جوماتونو دواړو کې يو هومره او يو ډول کيږي ښايي دا کار نه يواځې دا چې په قانوني ډول د سزا وړ ګرمه وګڼل شي بلکې په کارده چې د دې ګرمې، ګرمو ته که هغه ښوونکى يا ښوونکې وي او که ملا، خو چې دا ګرمه ېې وکړه نو سزا به مومي.
ورسره يوې بلې لوېې خبرې ته به کلک پام وراړوو او هغه داچې نه يواځې وهل بلکې د ماشوم او ماشومې هر ډول ابيوز به د ډېر بد جرم په توګه ګڼل کيږي او دا سپکول او ابيوز به نه له شرمه پټوو او نه دچا د زور له ويرې!
د ماشوم سپکه يواځې وهل نه دي بلکې لويه سپکه ېې سپک لمني ده او که منو ېې يا ېې په ټول ګستاخه جهالت نه منو خو دا ستونزه د افغانستان په مکتب او مدرسه دواړو کې شته او تر ننه شته او که داسې پرې سترګې پټوو او غوږونه پرې کڼوو نو دا سپکه به سبا له هم وي او لا به ډېره بوګنونکې او وېرونکې وي.
د دې سپکې مخه به هم په قانون نيسو، هم د ”سپک ېې کړه او ورک ېې کړه“ په رسنيزو اصولو او هم د يوې څارونکې کليوالې جرګه ګۍ د لارې !!
هره انساني ټولنه دا ستونزه لري او هيڅ انساني ټولنه دا ګناه نه زغمي خو مونږه ېې له پېړيو پېړيو نه هم په مدرسو کې لرو هم په ښوونځيو کې او هم ېې زغمو او دا بلا مو پرې ايښې چې د شرم تر څادره لاندې لا لويه او لا تور مخې، لا وژونکې او لابوګنوونکې شي
لیکوال:ډاکټر محمداکبر اکبر
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.