The news is by your side.

د پښتنو یې يونيم لک کورونه وران کړل، خپله اسټراليا کې جزيرې اخلي

خبريال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې بيا یوه ستره غونډه جوړه کړې وه، په غونډه کې د غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو مخکښو غړو او زرګونه پښتنو ګډون کړی و.

پښتین په دې غونډه کې پښتنو ته په خطاب کې وويل چې د کرښې او قبيلې خبرې پرېږدئ دا هغه خبرې دي چې پښتون ملت به هلاکت ته ورسوي، ددې په ځای باید ټول پښتانه يو واحد پښتانه وي او هېڅ ډول نفاق او نفرت په اجازه ورنکړي.

ځمکې مو قبضه کېږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ د هغه پالیسۍ څخه هم شکایت وکړ چې په بنسټ يې د پښتنو ځمکې بايد دوی خپل ملکيت وګرځوي او پښتانه بې ځمکې یې پولې پرېږدي، منظور پښتین په دې هکله په روانه غونډه کې وويل چې د پاکستان پوځ د خلکو په ځمکو قبضې کوي او د خلکو عامې ځمکې خپلې ځمکې اعلانوي، پښتين وويل چې پښتانه به هېچا ته دا اجازه ورنکړي چې ددوی خپله خاوره او خپلې ځمکې قبضه شي.

د رنګ او نسل خلاف نه يو
منظور پښتین په کراچۍ کې دې لویې غونډې ته پخپلو خبرو کې د قوم رنګ او دې ډول هويتي مسلو ته هم اشاره وکړه او دا یې ښکاره کړه چې دوی دا ډول کومه پاليسي نلري، منظور پښتین دې غونډې ته په خبرو کې وويل چې دوی د هېڅ رنګ او نسل خلاف نه دي، بلکې بدون له هر ډول توپير څخه دوی د هغه چا خلاف دي چې ظلم کوي او د ظالم سره ولاړ وي.

پښتين پخپلو خبرو کې دا هم زياته کړه چې دوی غواړي د نورو قومونو سره هم اتحاد او اتفاق ژوند وکړي نو هو په پښتنو په هېڅ ځای کې هېڅ ډول ظلم او زیاتی نشي منلی.

پاکستاني پوځ د پښتنو يو نيم لک کورونه وران کړل
په کراچۍ کې دې عظيمې غونډې ته منظور پښتین پخپل خطاب کې دا خبره وکړه چې د پاکستان پوځ د پښتنو يو نيم لک کورونه ړنګ کړل او پښتانه يې بې کوره کړل، پوځي جنرال بیا ولاړل او اوس یې په آسټراليا کې جزيرې اخيستې دي خو پښتانه اوس خپل هغه خاورين کورونه هم اوس نلري.

د پاکستان پوځ د پښتنو په سيمو کې د تروريزم سره د مبارزې تر نامه لاندې وخت نا وخته پوځي عملیات کوي، خو د سیمې اوسیدونکي وايي د پاکستان د پوځ نیت دلته د تروريستانو وژل نه دي، ځکه تروريستان د پاکستان په ډېرو امنو سيمو کې په ښکاره ژوند کوي، د سیمې د اوسېدونکو په خبره چې پاکستان په هغه سيمو کې د پوځي عملياتو خبره کوي چې هلته پښتانه ژوند کوي، د عملياتو پای دا شي چې په زرګونه پښتانه په شهادت ورسول شي، کورونه یې وران شی، بازارونه یې وران شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.