The news is by your side.

طالبان له امریکا د خپلو ۷ زره نورو بندیانو خوشي کېدل غواړي

خبریال وېبپاڼه/ طالبانو د دوحې د تړون پر اساس په راتلونکو لسو ورځو کې له امریکا د خپلو ۷ زره بندیانو خوشي کېدل غواړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو دغه غوښتنه تایید کړې ده.

هغه ویلي، چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ طالبان په راتلونکو څه کم لسو ورځو کې ددې غوښتونکي دي چې د افغان حکومت له زندانونو یې شاوخوا اووه زره نور بندیان هم خوشي کړل شي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړه باید عملي کړل شي او په وینا یې، د طالبانو او امریکا د هوکړې ټول موارد له یو بل سره تړلي دي او داسې نه شي کېدای چې یوه برخه عملي کړل شي او پر بلې سترګې پټې شي.

 افغان حکومت د نورو طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشرغني دوه ورځې وړاندې په یوه غونډه کې د خبرو  پر مهال وویل، چې افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړل او اوس د طالبانو وار دی چې سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.

غني ویلي و چې د یادو طالب بندیانو خوشي کول د سولې لپاره نیک ګام و او پرې پښيمانه نه دی.

خو وسله والو طالبانو د خپلو پنځه زره طالب بندیانو د خوشي کېدو سره ـ سره جګړې ته دوام ورکړی او ډېری داسې شواهد موجود دي چې د خوشي شویو بندیانو تر نیمايي ډېر بېرته د جګړو ډګر ته ستانه شوي.

طالبانو له دې هر څه سره اوربند ته غاړه نه ده ایښي او له تور لېسته د خپلو مشرانو ایستل او د پاتې زندانیانو ازادېدل یې د اوربند لپاره د شرط په توګه ایښي دي.

معلومه نه ده چې افغان حکومت به د طالبانو اووه زره نور بندیان خوشي کړي او که نه؟ خو د ۵ زره طالب بندیانو په خوشي کېدو د جګړې ډګر لا ګرم شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.