میلیونونه ډالر مصارف؛ غني وايي، د کرونا دوهمه څپه نه شو کنټرولولای

خبریال وېبپاڼه/ ولسمشر غني وايي، د افغانستان روغتیايي بنسټونه دا مهال د کرونا ویروس د دوهمې څپې د مهارولو وړتیا نه لري او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

غني ویلي، چې اوس هم د افغانستان روغتیايي بنسټونه د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې پوره وړتیا نه لري، خو دوی هڅه کوي د مرستندویه هېوادونو په همکارۍ په دې اداراتو کې ظرفیت لوړ او خلکو ته چوپړتیا ډېره کړي.

ولسمشر غني د کرونا د دویمې څپې د کابو کولو لپاره په بهر کې له مېشتو افغان متخصیصینو د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغه تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې په اروپا او امریکا کې له افغان طبي متخصیصینو سره د کرونا د دویمې څپې د کنټرول په اړه خبرې کړې دي.

افغان حکومت داسې مهال د کرونا ویروس د دوهمې څپې د کنټرول په برخه کې خپله بې وسي ښيي چې، د روغتیا نړېوال سازمان وايي، افغان حکومت کرونا سره د مبارزې برخه کې تر اوسه تر ۵ میلیونه ډالر زیات لګولي دي.

 افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان استازي ډاکټر ریک پییر کورن ویلي، د روغتیا نړېوال سازمان د کرونا ویروس د خپرېدو له پيله، افغانستان کې له روغتیايي سکټور سره د روغتیايي کارکونکو د روزنې، د ټسټونو ډیروالي او د روغتیايي تجهیزاتو برابرولو برخو کې مرستې کړي.

په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو د لګښت او د نړېوالو مرستو د راتګ سربیره هم کرونا پېښې نه یواځې ډیریږي، بلکې یو مرګونی وضعیت یې خپل کړی.

مالي فساد، د لومړیتوبونو نه مشخصول، روغتیا سکټور کې د چارواکو غیرقانونی مداخلې، پېښو ته پر وخت نه رسیدګي او د عامه پوهاوي په نوم د نمایشي پروګرامونو جوړول او پراخ فساد کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودجې د حیف او میل کېدو عمده عوامل دي.

تازه د اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره د کرونا ویروس د دوهمې څپې د کنټرول لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې، چې د حیف او میل کېدو په اړه یې له اوسه لا ګڼې اندېښنې موجودې دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More