The news is by your side.

پښتین پښتنو ته: پنجاب د ټولو پښتو دښمن دی، متحد شئ

خبریال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پنجاب د ټولو پښتنو دښمن دی او د دې دښمني د ګټلو لپاره پښتانه باید سره متحد شي.

منظور پښتین دغه څرګندونې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ستره غونډه کې وکړې، چې د ده په شمول د غورځنګ مخکښو غړیو او زرګونه پښتنو پکې ګډون کړی وو.

هغه یو ځل بیا پاکستانی حکومت د پښتنو په وژلو، ورکولو، بندي کولو او ځورولو تورن کړ او ویې ویل چې مفسد پاکستان د افغانانو په وینو سیاست پیل کړی او دا لړۍ به تر هغه وخته ادامه ولري، تر څو چې پښتانه سره یو نه شي او د پاکستان پر وړاندې یو واحد غږ اوچت نه کړي.

هغه پښتنو ته په خطاب کې وویل:((پنجاب د ټولو پښتنو دښمن دی، هغه که ملا، عامي، نشنلېسټ، سیکولر او بل هر څوک وي، نه یې پرېږدي، ټول وژني، تاسې په نومونو مه تېر وځي، سره متحد شئ.))

پښتانه ترهګر نه دي

منظور پښتین ویلي، چې پښتانه ترهګر نه دي، بلکې پنجاب ترهګر دی، چې وژنې کوي او دا منلې خبره ده چې مفسد پاکستان تر اوسه په لکونو افغانان په لر او بر وطن کې وژلي دي.

پنجاب ترهګر دی

ده زیاته کړې، ترهګر د پنجاب په عدالت کې ازد ګرځي، ریاست د قاتلانو ملګری دی، د ترهګرو ملګری دی، خو څوک چې د امن غږ لوړوي، هغه بندیان دي، ځکه سوله د دوی په زیان ده.

د هغه په خبره، پاکستاني حکومت څو ورځې وړاندې په چمن کې واړه ماشومان ووژل، مګر دوی یې هیڅ باک نه لري او په ډېره بې رحمۍ او بې شرمۍ یې د پښتنو هلاکت ته ملا تړلې ده.

د ستونزو حل یووالی دی

منظور پښتن د ټولو مشکلاتو یوازېنی حل د پښتنو یووالی بللی او پر پښتنو یې غږ کړی، چې پر قبیلو مه تقسیمېږئ، که د ډیورنډ دې خوا دي یا هغې خوا ټول زموږ وروڼه دي او د حق پوښتنه به یې کېږي.

د پاکستاني حکومت ضد غونډې به دوام ولري

د پښتو ژغورنې غورځنګ پر پاکستاني حکومت غږ کړی، چې تر څو د دوی غږ وانه وري او غوښتنې یې ونه مني، خپلو غونډو ته به دوام ورکوي او یوازېنی غوښتنه یې پښتون ته امن او ژوند غوښتل دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.