The news is by your side.

دبدن د سالمې روغتیا لپاره څه وکړو؟

خبریال ویب پاڼه: د نړۍ پرختګ سره سره ورځ تر بلې انسانان د دې لپاره چې وشي کړی په سمه توګه کار وکړي، او د نړۍ له پرمختګ سره ځان عیار کړي، تل په زده کړه او کوښښ کې وي.
خو دا زده کړه او کوښښ باید داسې نه وي چې مو روغتیا ته پکې زیان ورسېږي، که تاسې کار کوئ، او هر څومره بوخت اوسئ د دې ترڅنګ باید تل ورزش هم وکړئ، او څومره انرژي چې مصرفوئ هغومره بېرته باید له خوړو څخه واخلئ.
خو له بده مرغه مونږ سره له دې چې د ورځې ورزش نه کوو، هغه خواړه چې هم خورو صحي نه وي، زمونږ هغه انرژي چې مصرف کوو نه راپوره کوي.
نو د بدن سلامتیا او ښه صحت لرلو لپاره لومړی باید دا ټکې په پام کې ونیسو:

۱ـ د چیپس له خوړولو ځان وساتئ
د وخت نشتوالي او ډېرې بوختیا له امله مونږ په بازار کې چیپس اخلو، خو پر دې نه پوهېږو چې د چييس خوړل مو سره له دې چې د وینې کولیسترول زیاتوي، د دې لامل کېږی ، چې د مناسبې غذا خوړلو څخه مو پاتې کوي.

۲ـ د ډوډۍ پر مهال له بوختیا ځان وساتئ
کله چې ډوډۍ خورئ نو له دې شیانو ځان وساتئ
۱ـ مبایل کې ګوتې وهل
۲ـ ټلویزیون لیدل
۳ـ خبرې کول
د دې علت دا دی، تاسو د ډوډۍ خوړولو پر مهال مو ټول فکر ډوډۍ خوړولو ته وی. پر دې باید ځان پوی کړئ، چې څه خورئ، څنګه یې خورئ او څومره یې خورئ.

۴ـ وړکی لوښی څه ګته لري؟
د ډوډۍ پر وخت کوښښ وکړئ چې وړوکی لوښی څخه ګټه واخلئ، ځکه مونږ ټول پر دې خوشحاله کېږو چې ډېره ډوډۍ وخورو، که چېرې ستاسو لوښی غټ اوسي نو تاسې ته به دا ګمان کطږي، چې تاسې ډېره لږه ډوډۍ خوړلې، او نورې ډوډۍ ته به هم لاس وړاندې کړئ، چې د انسان چاغوالي سبب کېږي او چاغوالی د وجود د ناروغیو مور بلل کېږي.
که چېرې ستاسو د ډوډۍ لوښی وړکی اوسي په دې سره به تاسو ته ډاډ درکول کيږي چې مناسبه او لا ډېره ډوډۍ مو خوړلې، نو دا کار مو صحت ته ګټه رسوي.
د دې لارښوونو ترڅنګ کوښښ وکړئ چې د اوبو څښل ډېر کړئ، په ځانګړي ډول په سهار کې د څلور ګلاسو تودو اوبو څښل مو روغتیا ته بې شانتې ګټه رسوي. نو د اوبو ډېر څښل مو عادت وګرځوئ.
۵ـ د سهار ډوډۍ باید له پروټينو ډکه وي
زمونږ تولو د ورځې درې وخته ډوډۍ خوړل د ورځیني چارو مخته وړلو لپاره حتمي ګتل کېږي.خو د ورځې په اوږدو کې د سهار چای باید له داسو موادو او خوراکي توکو څخه وی، چې له پروټينو برخمن اوسي.او له دې سره د سهار چای ژر چې څومره ژر وخوړل شي، هغومره ستاسو صحت ته ګټه لري.
هغوی چې د سهار وروسته خوری نو په داسې ناروغیو به اخته شی، چې ممکن لا علاجه وي، لکه:
۱ـ د اعصابو کمزورتیا
۲ـ مغزی سکته
۳ـ د شکر ناروغۍ
۴ـ د معدې ناروغۍ او داسې نورې….

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.