The news is by your side.

سږ کال کونړ کې تر ۹۸۸ ټنه ډېرې مالټې ترلاسه شوي

خبریال وېبپاڼه/ د کرهڼې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په کونړ کې کروندګرو د مالټو له باغونو تر ۹۸۸ ټنه ډېر حاصلات ترلاسه کړي، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.

د یاد وزات د خبرپاڼې له مخې، په دغه ولایت کې اوسمهال د مالټو ۷۵۰ باغونه وجود لري او تر ۴۰۰ ډېر نور تازه جوړ شوي دي چې په راتلونکو کلونو کې به یې حاصلات نور هم ډېر شي.

کونړي کروندګر هم د مالټو له حاصلاتو خوښ دي؛ خو وایي چې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر دغه ولایت راتوغول کېدونکو راکټونو اندېښمن کړي او زیاتوي چې له همدې امله په خپلو باغونو کې د زړه له اخلاصه کار نه شي کولی.

د کورنیو تولیداتو لپاره د مناسب بازار نشتون، بهر ته د توکو د لېږد لپاره د هوايی دهلېزونو تشې ژمنې، جګړې، ناامني، د خصوصي او دولتي سکټور ترمنځ نه همغږي هغه ستونزې دي چې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو پر مهال سوداګر او بزګران له ګڼو ننګونو سره مخي کوي او له امله یې له خپلو کروندو هومره ګته نه ترلاسه کوي څومره چې لازمه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.