The news is by your side.

اداري فساد د بېکارۍ او بې وزلۍ ستر لامل

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې اداري فساد او بېکاري دواړه سره تړلي موضوع ګانې دي، څومره چې فساد زیاتیږي په هماغه کچه بېکاري هم زیاتیږي.

په اوس مهال کې چې فساد څومره زیات شوی په هماغه کچه ورسره بې کاري او بې وزلي هم زیاته ده، ځکه د فساد پیسې په افغانستان دننه نه لګول کیږي بهر لېږدول کیږي. که چېرې په افغانستان کې پرې پانګونه کېده او دلته مصرفېدلې، زرګونه کارګرو او لوستو کسانو ته به کار هم پیدا وو.

پخوا مو که پام وو د کرزي صیب حکومت مهال کې چې څومره فساد هم کېده خو د خلکو کاروبارونه جوړ وو، خو اوس د فساد زیاتېدو سره بېکاري اوج ته رسېدلې، ځکه د کرزي صیب حکومت وخت کې پیسې دلته مصرف کېدې او اوس د چارواکو له لوري د فساد پیسې بهر ځي چې نه دلته خلکو ته کاروبار شته او نه د بیارغاونې او ابادۍ پروژې په هغه کچه دي، چې باید وې.

ورسره جوخت بیا زموږ د ماسټرۍ او پي اېچ ډي تر کچې ځوانان هم بېکاره ګرځي، ځکه په دولتي ادارو کې تر ډېره ګومارنې پر اړیکو او پیسو دي. هر ځوان چې وغواړي پر دولتي څوکۍ کار وکړي، یا باید اړیکه ولري، پېژندګلوي ولري او یا هم ډېرې پیسې ولري چې څوکۍ پرې واخلي.

افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت دغومره ښه نه دی چې د رشوت ورکولو مقابل کې دې یو دولتي څوکۍ واخلي ځکه بیا دومره ګټلی نه شي لکه څومره چې باید رشوت ورکړي یا که ویې ګټي هم، سبا همدا شخص چې رشوت ترې اخیستل شوی او ورکړی یې دی همداسې کار کوي او په دې توګه دا د فساد رېښې همداسې غځیږي.

افغانستان کې بیا خصوصي خدماتي ادارې هم دومره نه دي، چې زرګونه ځوانانو ته په کې د کار ضرورت وي، په ډېره کمه کچه ځوانان او کاروباریان له خصوصي ادارو سره کار کوي. خصوصي ادارو کې هم تر ډېره ګومارنې پر اړیکو دي او فساد هم ممکن په کې وي خو په هغه کچه چې حکومت پر دې مردارې پدیدې ککړ دی خصوصي بنسټونه نه دي.

په حکومتي ادارو کې د مالي فساد مخنیوی د حکومت کار دی خو د حکومت پښې خپله له دې مردارۍ د وتلو لپاره فلج شوي دي.

د فساد پر وړاندې د ولس مبارزه ډېره اغېزمنه ده، ولس هره ورځ ویني چې حکومت کې څومره فساد کیږي او د څومره کسانو د څومره فساد لېستونه رسنیو ته راځي، خو ولس پرې یوازې توند غبرګون وښیي، یو څو سپکې سپورې په خواله رسنیو کې پسې وکا، بیا بله ورځ خبره عادي وي. خو که ولس د چارواکو په دې فساد پسې را ولاړ شي چې د دوی او د دې خاورې حق پټوي او خوري، یو څو ورځې پسې لاریونونه وکړي، استعفا ته یې اړ نه کړي، بیا بله ورځ یو بل کس د دوی د حق خوړلو او فساد زړه نه کوي، خو ولس هم په خپل لوی لاس فساد ته وخت ورکړی. څو چې دا خلک په خپل حق پسې خپله را پورته نه شي، حق به یې خوړل کیږي او فساد به پرې کیږي، تر هغې دې بیا ګیلې او نندارې کوي څو چې خپله پسې را پورته شوي نه وي او د فساد مخه ونه ونیسي.

آمنه عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.