The news is by your side.

ولس باید له فاسدو چارواکو نفرت وکړي؛ کوتک پسې راواخلي

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ دا باید ومنو چې هېواد مو د تاریخ له ډېر حساس پړاو څخه تېرېږي؛ په یوه پېچلې مثلث کې واقع دی. د سولې پروسه ټکنۍ ده، د چارواکو میلیوني فساد د سرطان ناروغۍ په شان  ټولې سرچینې وچې کړې دي  او همدارنګه روانه جګړه شاوخوا څلوېښتو کلونو ته ورسېده.

بې روزګاري، بې عدالتي، ځان مرګي بریدونه او په کور او کلي کې جګړه دا هغه لویې ستونزې دي چې ورځ تر بلې ډېریږي، خو د حل لارې ورته نه پیدا کیږي، د دې ترڅڼګ تر ټولو ستر ناورین چې د دې بې چاره ملت په وړاندې رامنځ ته شوی دی، هغه د چارواکو غلاوې او فساد دی، چې که مخه یې ونه نیول شي دا به موجود کړاوونه یو په دوه کړي، ځکه تر ترهګرۍ د چارواکو فساد وطن ته زیات زیان اړولی دی.
نه پوهېږو چې د دې وطن په قسمت ولې دومره لوی غم او ناورین رسېدلی دی. اوس خبره دا ده چې دا هر څه د وخت د چارواکو او مسوولینو ګناه ده او که د ولسونو؟ په دې ځای کې هم مسوولین ګناهګاره او بې ارادې دي او هم ولس د حق او باطل په جګړه کې خپل دروند مسوولیت نه دی ادا کړی. ولس باید له فاسد چارواکي څخه نفرت وکړي. هغه کسان چې د وطن په وړاندې معامله کوي، ملي ارزښتونه نه پېژني، هغوی نفي کړي او د هېڅ ډول سیاسون په سترګه ورته ونه ګوري او نه د ولس په توګه ورسره مرسته وکړي.
د افغانستان د غمیزې بنسټ هغه وخت کېښودل شو چې دلته کورنۍ جګړې پيل شوې او دښمنو هېوادنو د نجیب، داوود خان، غازي امان الله خان او نورو وطندوسته مشرانو په څېر کسان راشهیدان کړل، له هغې ورځې وروسته دې وطن نه په مجاهدینو او نه په ترهګرو طالبانو کې ښه چوپان پیدا کړ.
دا اوسني سیاسون خو اکثره د سیاست دوکانداران دي، خپل بزنس کوي، څوکۍ په پیسو پلوري. هغه څوک ډېر قدر لري چې پیسې یې زیاتې جمع کړې وي. دوی په ملي ګټو او ارزښتونو باندې څه پوهیږي؟ همدا وجه ده چې د دې وطن ناخوالې ورځ تر بلې ډېریږي.
پڅه اراده، د قدرت لېوني، دوکانداران، د پردیو جاسوسان، محافظاه کاران، د ګذارې ماموریت، د قانون نه حاکمیت، په ولسواکۍ بې باوري او پر سټیج شعار او درواغو ژمنو د دې وطن ملا ماته کړې ده او دا لړۍ ورځ تر بلې پسې اوږدېږي.کله کله سړی فکر وکړي، چې ځینې چارواکي پاک او وطندوسته خلک دي، مګر ټولو خپل وزن بایلود، یو مثال یې له ۹۱ کوډ څخه په غیرقانوني توګه د شخصي لګښتونو لپاره د میلیونونو پیسو ایستونکي دي، چې مامخ ځان د وطن او ملي ارزښتونو مدافع بولي، مګر د پردې تر شا تر طالب بدتر دي او مور وطن یې ټوک ـ ټوک کړ، دوی فقط دا زده کړي، چې پر قانون معامله وکړي، پیسې پیدا کړي او بس.
د روانو بدبختیو یوازېنی لار دا ده، چې نور له خپلو شخصي ګټو تېر شو، له مفسدو چارواکو نفرت وکړو، پر ضد یې پراخ مدني حرکتونه وکړو، د حق او د وطن جوړونې اساسي لار غوره کړو، د فساد او بې عدالتیو پر ضد رښتینې مبارزه وکړو، باوري یم چې که دا کار وکړو، یوه ورځ به د دې کاروان غړي ډېرېږي او ټول به په مفسیدینو پسې کوتک را اخلي او نه یوازې د روانو حالاتو، بلکې د تېرو حالاتو حساب به هم ورسره کوي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.