The news is by your side.

له ناروغانو سره فساد ۱۲۰ دولتي کارکوونکي نیول سوي

خبریال ویبپاڼه/ کرونا ناروغۍ د نړۍ په کچه پخوا او اوس خورا په خطرناکه حالت کې ده، او نورو دولتونو په دې خاطر چې افغانستان غریب هېواد دی د طبعي توکو او نغدو پیسو مرستې وکړې خو زموږ چارواکو هغه جېب ته کړې

که څه موږ ته مالومه ده چې افغان دولت د فساد په وړاندې هیڅ د صاداقت مبارزه نکوي خو د فسا د پر ضد عالي ادارې ۱۲۰ دولتي مسؤلین لويي څارنوالۍ ته معرفي کړي افشا سوي خو دا چې سزا به وویني که نه دا بې ځوابه پوښتنه ده.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې د کرونا سره د مبارزې برخه کې د پیسو  په فساد کې د ښکېلو هراتي او ودرګو ولایت چارواکو دوسيې يې بشپړې کړې او لويي څارنوالۍ ته يې استولې.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي دوی ته د اتو ولایتونو دوسیې ورغلې چې ځینې يې بشپړې او یو شمېر يې ترڅیړنې لاندې دي هغه وویل، چې هرات، بدخشان، کندهار، نورستان، میدان وردګ، سمنګان، نخار اوغور هغه ولایتونه دي چې د کرونا برخه کې يې چاروکو پراخ فسا کړی.

ستونزه چیري ده؟

په افغانستان کې د دې دولت په رامنځ ته کیدلو له جګړې وروسته فساد هغه بده پدیده ده چې له تیرو اتلسو کلونو ورکه نه بلکې لاهم د پراخې په حالت کې ده

اداري فساد څه رامنځ ته کوي؟

ځینې په دې اند دي چې جګړې ادارې فساد رامنځ ته کړی خو ځینې بیا په دې اندې چې  ادارې فساد جګړه رامنځ ته کړې، بې کاري په ادارو کې د کارونو نه پرمختګ د خلکو نه رضایت په قاضیه برخه کې پراخ فساد د مجرمینو خوشي کول د پیسو بدل کې بډې رشوت، قانون ماتونه او دې ته ورته نورې کړنې په ادارې فساد کې راځي.

ایا خلک پر خپل قضایه جوړ ښت باورلري؟

ددې پوښتنې ځواب د افغانستان په ګوټ ګوټ کې (نه) دی ځکه تر دې وړاندې او وروسته په قضایه ادارو د خلکو باور نسته هغوی وايي چې که چیري له فساد سره مبارزه پلیږي نو له قضایه برخې څخه دي پیل سي.

اوس ددې ولایتونو د چارواکو یا دوسیو په هکله هم شکونه موجود دي چې هیڅکله به هغه کسانو ته چې پسې ولري سزا ورنکړل سي ځکه قضایه ادارو کې فساد همدې ته لاره هواره کړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.