The news is by your side.

ولسي جرګه وايي، حکومتي غلو تر طالب وطن ته زیات زیان اړولی

خبریال وېبباڼه/ له ۹۱ کوډ څخه د غیرقانوني ایستل شویو پیسو په اړه د عامو افغانانو ترڅنګ د ولسي جرګې سخت غبرګونونه پارولی او وايي، چې حکومت د غلو لاس ته لوېدلی دی او دغو غلو تر طالب وطن ته زیات زیان اړولی دی.

دوی په نننۍ غونډه کې ټینګار کړی، چې له یو ۹۱ کود د غیر قانوني لګښتونو په اړه باید څېړنې وشي، چې څنګه، ولې او چېرته لګول شوې دي.

د ولسي جرګې غړو ویلي، چې د حکومت مفسد چارواکي تر وسله والو طالبانو بدتر دي او تر ترهګرو دوی افغانستان ته زیات زیان اړولی دی.

 د ولسي جرګې غړې ناهید فرید ویلي، چې د نظام واګې غلو ته په لاس ورغلې ده او دوی یوازې د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره کار کوي.

دوی زیاتوي، د افغانستان د خلکو له بودیجې غلا کول باید ملي خیانت وبلل شي او هغه کسان چې په دې فساد کې ښکېل دي باید عدلي او قضايي ارګانونو ته ور معرفي کړل شي.

د ولسي جرګې غړو دغه راز دا نیوکه هم وکړه چې په حکومت کې د فساد له امله نړیوالې ټولنې هم خپلې مرستې کمې کړې دي او اوس ددې وخت دی چې ددغه مفسدینو مخه ونیول شي.

 دوی وايي چې د هېواد سترې شتمنۍ او بیت المال یوه ډله غلو ته په لاس ورغلی چې که یې مخنیوی و نه شي د سترې بربادۍ لامل ګرځي.

څو ورځې وړاندې په کابل کې یوې ورځپاڼې په ارګ کې له ۹۱ کود د غیر قانوني لګښتونو په اړه راپور خپور کړ.

په هغه کې د لوړپوړو چارواکو نومونه یاد شوي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې سخت غبرګونونه پارولي دي.

ولسي جرګه په داسې حال کې د مالي فساد د مخنیوي په تړاو جدي غبرګون ښيي، چې نن د فساد پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ ده، خو افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د مفسدو هېوادونو د لېست په سر کې قرار لري.

افغان حکومت نه یوازې ملي عواید په سمه توګه راټول او مصرف کړي، بلکې د نړۍوالو مرستو ډېره برخه یې هم حیف و میل کړې ده.
دا ځل نړۍوالو په ځانګړي ډول امریکا له افغانستان سره د خپلو مرستو لړۍ مشروطه کړه او ویلي یې دي، چې د مرستو یوه برخه به هغه وخت افغان دولت ته ووېشي، چې افغان حکومت فساد سره رښتینې مبارزه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.