The news is by your side.

د فساد په ضد د مبارزې په وړاندې د حکومت مبارزه

 خبريال وېبپاڼه/ اداري فساد يو له هغه مصيبتونو څخه دی چې د يوې ټولنې بېخ او بنسټ له منځه وړي، کله چې يوه ټولنه په دې کرغېړنه پديده اخته شي بيا هلته عدالت، مساوات، ازاد رقابت او هرڅه له منځه ځي.

افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې مشران یې د فساد په ضد د مبارزې ډول ډېر ډنګوي خو اجراعات او عمل یې نه تر سترګو کېږي، ان ولسمشر غني چې ځان یې یو اکاډميک شخص معرفي کاوه او ويل به يې چې کورنۍ او نصب نلري چې فساد ورته وکړي ددې پديدې په له منځه وړلو کې ناکام شو او افغانستان همغسې د مفسدو هېوادونو په سر کې ځای لري.

حکومتي چارواکي د فساد څخه تغذيه کېږي
که څه هم حکومتي چارواکي د فساد په وړاندې د مبارزې نارې وهي او هره ورځ یې يو بېل کميسيون جوړ کړی وي، خو په حقيقت کې ټوله شګه ددوی په اوړو کې ده.

د حکومت مشران چې نړۍ يې ليدلې او دیده خلک دي اوس هم په افغانستان کې د سيستم په ځای په اشخاصو پانګونه کوي، مثال د کابل خلک په ځانګړي ډول د تلیفون د غلو څخه پوزو ته راغلي، تراوسه لسګونه او سلګونه کابل مېشتي صرف د یوه ټليفون لپاره د غلو له وري لوټ شوي ځينې ان په پخپل مال باندې په شهادت رسېدلي دي.

حکومت په دې هکله هېڅ ډول سيستماتيک کار نه دی کړی، ددې په ځای چې د پرمختللو خو ساده تګلارو کار واخلي، د مثال په ډول د تلیفون سريال نمبر ثبت کړي، سيمي کارت ثبت کړي او د غلا په صورت کې هغه تلیفون په اوتومات ډول غيرې فعال کړي حکومت اشخاص بدلوي.

حکومت دومره نظم او دسپلين نلري دومره واک او پرواګرام او ي اهم اراده نلري چې د غیرې قانوني سيمي کارتونو د خرڅولو مخه ونيسي، دا خو ښکاره خبره ده چې حکومت د خپل توان څخه د ګټې اخيستنې په صورت کې کولی شی دا هرڅه عملي کړي او ددا ډول غلاوو مخه په لنډ وخت کې ددايم لپاره ونيسي خو برعکس په حکومت کې اراده نشته او همدا غلا او وحشت کې دوی خپله ونډه اخلي.

فساد خلک له حکومت څخه بېزاره کړي
په حکومتي ادارو کې موجود فساد ددې سبب شوی دی چې د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله زیاته شي، په دولتي ادارو کې يو معمولي کار هم دومره جنجالي دومره اوږد شي چې د سړي د ادارې له نوم بد راشي.

ان که يو څوک په کابل کې د ناحيې له وکيل څخه د خپل ادرس يو تاييد هم غواړي نو دومره به يو کس ورباندې وځوروي چې د خپل کار څخه به مو پیښمانه کړي په اخر کې به درته وايی چې يو لس زره افغانۍ ورکړئ.

کله چې خلک د حکومت سره په دا ډول ستونزو ککړ وي، کله چې يو معمولي کار دومره جنجال لري نو مغلقې مسلې دعوې او محکمې به په کوم حالت کې وي، هلته به خلک څومره ځوریږي، څو میاشتې په محکمو کې هېڅ دوسیه کاري پروسې ته نه دننه کېږي کله چې دننه شي بيا سل ستونزې رشوت او کيسې راپيدا شي، ددې په ځای خلک ورځي طالبانو ته او خپله مسله په یوه ساعت کې حل کوي.

د حکومت دا فساد به خلک نور هم د حکومت څخه لرې کړي او په پای کې به موجود ټیم په افغانستان خپل اقتدار له لاسه ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.