تېرو ۱۹ کلونو کې د نړۍوالو مرستو ډېره برخه حیف و میل شوې
لیکوال: هادي مخلص
خبریال وېبباڼه/ سره له دې چې له نړۍوالو سره د افغانستان اوږد مهاله ملګرتیا او له موږ سره د هغوی مرستې د خوښۍ وړ دي، خو په تېرو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو ډېره برخه حیف و میل شوې ده او په هېواد کې روان پراخ مالي فساد د جینوا کنفرانس له لارې د مرسته شویو پیسو په شمول له افغانستان سره د راتلونکو مرستو د حیف و میل کېدو په تړاو ګڼې اندېښنې رامنځته کړې دي.
په تېرو څه باندې ۱۹ کلونو کې نړۍوالو له افغانستان سره تر یو نیم سل میلیارده ډالرو زیاته مرسته کړې، خو د دغو مرستو ډېره برخه تالا شوې ده او د بنسټیزو چارو پر ځای شخصي جیبونو ته تللې او یا په ناسم ډول د لومړیتوبونو خلاف مصرف شوې ده؛ ځکه له یوې خوا د دغو مرستو په لګولو کې شفافیت کم و او له بلې خوا مرسته کوونکو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې د خپلو مرستو د مصرف دقیق حساب له افغان چارواکو نه دی اخیستی، حال دا چې حکومت باید د نړۍوالو ترڅنګ افغانانو ته هم د ذره ـ ذره مصروف شویو پیسو په اړه حساب ورکړی وای، ځکه ولس ته حساب ورکول د دیموکراتیک نظام اصل دی.
د فساد نښې څه دي؟
په هېواد کې د پوهنې ټکنی وضعیت، د بېکارۍ اوج، فقر، د روغتیايي خدماتو کمبود، د زرګونه رغنیزو او بیارغنیزو پروژو د چارو پاتېدل، د امنیت نشتون، د ملي عوایدو کمښت، د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو نه پیاوړتیا، د حکومتدارۍ ناسم تطبیق، د قانون نه حاکمیت، د ټولنیزو عدالت نه تامینول، طبقاتي ژوند، د اقتصادي بنسټونو کمزوری وضعیت او ګڼې نورې ناخوالې د اداري فساد نښې دي، ځکه اداري فساد یوه سرطاني ناروغۍ ده، چې ټولې سرچینې زبېښي.
دولت فساد سره رښتینې مبارزه نه کوي
دولت د فساد پر وړاندې په مبارزه او کمولو کې پاتې راغلی او اوسمهال د روان کم ساري فساد له مله له دولت سره د خلکو واټن ډېر زيات شوی دی؛ لوړ پوړي دولتي چارواکي په فساد کې لګيا دي، د ارګ له ځينو لوړ رتبه کسانو نيولې تر ډېری وزيرانو، واليانو او نورو پورې خپله فساد کوي، ولسمشر د دې کسانو له خوا انحصار دی او فکر نه کوم له واقعي حالت څخه خبر وي، چې دا د تاریخي شرم خبره ده؛ ځينې مرکزي ادارې له تشکيلاتي پلوه بې ځايه پړسېدلې دي، ځينې کسان له ډېرو فسادونو پړسېدلي او پروسې او پروژې په خپله نفع څرخوي.
څنګه فساد ته زمینه برابرېږي؟
د مرستو د لګولو کیدو په اړه خلکو ته معلومات نه ورکول، د مرسته کونکو او مرسته اخیستونکو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، د پروژو د عملي کیدو پر سر د څارنې نشتوالی، د مرستو د لګول کیدو د کره شمیرې نه څرګندوالی او د حکومت ناغیړي اداري هغه دلایل دي، چې اداري فساد ته یې په ارادي او غیرارادي ډول زمینه برابره کړې، چې له امله یې په هېواد کې ګڼ بنسټونه په ټپه ولاړ دي او زرګونه پروژې چې حکومت یې له خلکو سره د عملي کېدو ژمنه کړې، په کاغذ پاتې دي او د دغو پروژو پیسې تالا شوې دي.
څه باید وشي؟
له فساد سره رښتینې او جدي مبارزه، له شته فرصتونو په استفادې د عایداتي ادارو اصلاح، د عایداتو سم او شفاف راټولول، د سرچینیو کنټرول، پر پروژو او دولتی ادارو وخت ناوخت څار، ولس ته حساب ورکول او په فساد د تورن کسانو علني محاکمه کول هغه چارې دي چې کولای شي په هېواد کې د فساد مخه ونیسي، بیا به نه یوازې د نړۍوالو باور به مو ساتلی وي، بلکې ملي عواید او نړۍوالې مرستې به د افغانانو له تمې سره سمې مصرف شوې او د اقتصادي ځان بسیاینې پر خوا به مو ګامونه اخیستي وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.